د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲ کال لپاره د جنسیتي نړیوال شاخص په اړه تازه رپوټ کې ویلي، د نارینهوو تر واک لاندې او محافظه کاره ټولنه کې د ښځو لپاره د مناسب فرصت نهشتون له امله افغانستان نړۍ کې د جنسیتي ناانډولۍ تر ټولو ټیټه کچه کې دی.
نړیوال اقتصادي فورم ۲۰۲۲ کال کې اقتصادي برخه کې ګډون، تحصیلي پرمختګ، روغتیا او د ښځو سیاسي بقا څېړلې ده. دغه بنسټ د ښځو له وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، بشپړې جنسیتي برابرۍ ته د رسېدو لپاره ۱۳۲ کلونو ته اړتیا ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په داسې حال کې چې د نړیوال اقتصادي فورم د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې د افغان ښځو وضعیت ته اندېښنه ښيي، خو سرپرست حکومت ادعا کوي چې د ښځو په ګډون ټول هېوادوال خپلو اساسي حقونو ته لاسرسی لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې ښځې د ټولنې بېلابېلو برخو کې د پام وړ فعالیت لري.
د بلال کریمي په وینا، افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او اسلامي امارت هڅه کوي چې دې برخه کې شته ستونزې د اسلامي او افغاني فرهنګ سره سم عیار او بشپړ کړي.
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله زرقا یفتلي سلاموطندار ته وايي، له کله راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، ښځې له سیاسي ګډون، د ښوونې او زدهکړو او همدارنګه د کار کولو حق څخه محرومې شوي چې له امله یې جنسیتي ناانډولي زیاته شوې ده.
راحله یوسفي د یوې غږیزې رسنۍ خبریاله ده. نوموړې وايي، سره له دې چې کورنۍ یې تل د هغې زدهکړو په اړه فکر کاوه، خو د نر واکه چاپریال له کبله یې په سختۍ اجازه ترلاسه کړي چې ټولنه او رسنیو کې کار وکړي.
افغانستان داسې مهال نړۍ کې د جنسیتي ناانډولي تر ټولو ټیټه کچه کې راغلی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته کور څخه بهر د ښځو فعالیتونه له محدودیتونو سره مخ شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ښځې له سیاسي برخې څخه څنګ ته کړل شوي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي تړلي دي او د حجاب مراعت کول هم اجباري شوي دي.