په روزګان ولایت کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې. دغه سيالۍ چې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د يونېسف په مالي ملاتړ پیل شوي، مسوولان یې وايي چې د یادو سیالیو څخه یې موخه ښوونځيو ته د ماشومانو هڅول دي.
په روزګان ولايت کې د ورزش امريت مسوولانو ویلي، يادې سیالۍ چې د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوي، ۸ ورځې به دوام وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په روزګان کې د فوټبال فدراسيون رییس ميرزامحمد اميرزي د دغو مراسمو د پیل پرمهال وويل چې د لوبو څخه يې هدف ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو هڅول دي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی به د لوبو پرمهال کورنيو ته پیغام ولېږدوي، څو خپل ماشومان ښوونځيو او د ورزش په برخه کې تشويق کړي.
هغه وويل:«دغه لوبې چې د يونېسف ادارې په مالي ملاتړ پیل شوي د ۸ لوبډلو ترمنځ به ۸ ورځې دوام وکړي. یادې سیالۍ نجونې او هلکان ښوونځيو ته وليږئ، په نوم پیل شوي او د همدې پیغام رسولو کې به لوبغاړي برخه واخلي او کورنۍ به تشويق کړي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.»
په ورته مهال هغه لوبغاړي چې په يادو لوبو کې یې ګډون کړی، د پرانستو مراسمو پرمهال يې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته لاړې شي.
د دوی په وینا، د نارينهوو ترڅنګ نجونې هم د تعليم حق لري او اسلامي امارت باید د نارينهوو په څېر نجونو ته هم د زدهکړو حق ورکړي. په ورته مهال د یادو سیالیو د پرانستو مراسمو ته د قوټبال ګڼشمېر مینهوال هم راغلي وو چې دغه سیالۍ یې له نږدې ننداره کولې.
نندارچیانو هم له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي بېرته پرانیزي. د دوی په وینا، که چېرته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي همداسې تړلي وي، دا به افغانستان د زدهکړو په برخه کې شاتګ پر لورې بوځي.
دا په داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت تر بیا رسېدو وروسته، په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي تړل شوي دي.
که څه هم د اسلامي امارت مسوولانو په وار وار له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانستلو ژمنې کړي، خو تراوسه نه دي عملي شوي.
بلخوا د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.