د روزګان ولایت په دهراوود ولسوالي کې یوه سرچینه سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولسوالي په «کمکوچ» سیمه کې د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
سرچينه همداراز وايي چې د یادې پېښې ټپیان د دهراوود ولسوالي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د روزګان ولایت د امنیې قومنداني مسووولان بیا یاده پېښه کې د څلور کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د روزګان د امنيې قومنداني وياند اغاولي قريشي سلاموطندار ته ویلي چې پرون د دغه ولايت د دهراوود ولسوالي په ګمرګيانو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه په تاوتريخوالي اوښتې او يو پر بل يې د چړو ګوزارونه کړي دي.
په همدې حال کې د روزګان محلي مسوولان زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې درې کسان نیولي او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خپلمنځي شخړو او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.