د ملګرو ملتونو د بشري حقونو او بښنې نړیوالو سازمانونو بېلابېلو رپوټونو کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښودلې.

د یادو بنسټونو مسوولانو ویلي، سره له دې چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو د تېر حکومت نږدې ۱۰۰ امنیتي ځواکونه د اسلامي امارت له لورې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو اسلامي امارت د یادو بنسټونو ادعا پاروونکي بولي او وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او بښنې نړیوال سازمان رپوټونه د واقیعتونو پر اساس نه دي جوړ شوي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «مونږ یې ردوو، دا یو پروپاګند دی. اسلامي امارت د پخوانۍ ادارې نه څوک وژلي او نه زیان ور رسولی. کله چې اسلامي امارت پر هېواد تسلط پیدا کړ، عمومي بښنه یې اعلان کړه، چې تر چتر لاندې یې د پخوانۍ ادارې ټول کسان راځي.»

اسلامي امارت وايي، د امنیتي ځواکونو هدفي وژنې د طالبانو له نوم څخه په ګټې اخیستو او د شخصي خصومت تر پوښښ لاندې ترسره شوي، داسې حال کې چې طالبان دغو وژنو کې لاس نه لري.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، د دغو پېښو د تکرار مخنیوي لپاره اسلامي امارت باید خپل ځواکونه منسجم کړي او د عمومي بښنې فرمان ته پاه‌بند پاتې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د بشري حقونو سازمانونه افغانستان کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو وژنې او بشري حقونو نقض په اړه اندېښنه څرګندوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام