د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال الکسانډر ګوربینکین روسي رسنیو ته ویلي چې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته د ترهګرو د ورتګ او نشه‌یې توکو د وروړلو په اندېښنه لري.

نوموړي ویلي، اوس د افغانستان وضعیت نه شي اټکل کېدای چې په کومه روان دی او په وینا یې، دغه هېواد او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ترهګرو د ورتګ په اړه د دوی اندېښنې پر خپل ځای دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارو یوشمېر شنونکي هم وایې، که په افغانستان کې یو ځواکمن دولت نه وي، منځنۍ اسیا، روسیه او د دغه هېواد ټول ګاونډیان د ترهګرۍ ګواښونو سره مخامخ دي.

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک وایي، که دغه هېوادونه غواړي چې له ترهګرو او نشه‌یي توکو نه په امن کې پاتی شي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې ترڅنګ دې له افغان دولت سره اقتصادي مرستې وکړي.

نوموړی د نړیوالو له لوري د اسلامي امارت ملاتړ مهم بولي او په خبره یې، نړیواله ټولنه باید نه یوازې له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې وکړي، بلکې د سیاسي ثبات په ټینګښت کې هم ورسره مرسته وکړي.

یو بل سیاسي شنونکی معین‌خان څمکنی وایي، روسان د افغانستان حالات څاري او دغه هېواد ته د نږدېوالي له کبله یې ګټه او زیان هم محسوسوي. نوموړی په افغانستان کې داعشیان او نورې ترهګرې ډلې روسانو ته یو ګواښ ګڼي او وايي، اوس یې د افغانستان پر شمالي پولې په پرمختللو وسلو ګڼ‌شمېر سمبال پوځیان ځای پرځای کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې هېڅ بهرني هېواد ته ګواښ نه پېښېږي. هغه زیاتوي، اسلامي امارت پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري او هېڅ ترهګره ډله په هېواد کې نشته چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې ترڅنګ، د ځینو نورو هېوادونو چارواکو هم له افغانستان څخه د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنې ښودلي، خو د اسلامي امارت چارواکو تل دا اندېښنې بې‌ځایه بللې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام