د طالبانو له لوري د پلازمېنې کابل او ولایتونو له نیولو درې اوونۍ وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون په یوې خبري غونډه کې د طالبانو د نوي حکومت او د سرپرستې کابینې نوملړ اعلان کړ. د یاد نوملړ پر اساس، ملا محمد‌حسن آخوند د ریاست الوزرا سرپرست، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د دې ترڅنګ، د ۱۹ وزارتونو لپاره سرپرستان هم د طالبانو له لورې معرفي شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم په دغه نوملړ کې ملا هبت‌الله اخوندزاده د طالبانو مشر نه دی نومول شوی، خو هغه د طالبانو د حکومت د مشر په توګه پېژندل کېږي.

دی په ۲۰۱۶ کال کې کله چې ملا اختر محمد منصور ووژل شو، د طالبانو مشر شو او تراوسه د اسلامي امارت مشر بلل کېږي.

هغه په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د اسلام‌پالو په مقاومت کې د شوروي پر وړاندې وجنګېده او په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د طالبانو د محکمې د مشر په توګه کار هم کړی دی.

ملا هبت‌الله کندهار کې زېږېدلی او د طالبانو نظامي، سیاسي او مذهبي مسوولیت په غاړه لري.

د طالبانو د کابینې سرپرست رییس الوزرا ملا محمد‌حسن اخوند په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو له بنسټ اېښودونکو څخه و.



په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو د حکومت پرمهال د لومړي وزیر مرسیتال او د بهرنیو چارو وزیر په توګه کار کړی. ملا محمد حسن هم کندهار کې زېږېدلی او په دې وروستیو کلونو کې یې د طالبانو د رهبرۍ شورا ریاست په غاړه درلوده.

هغه د هبت‌الله اخوندزاده له نږدې کسانو څخه شمېرل کېږي او د طالبانو په پخواني حکومت کې د غښتلي رول د درلودو له امله، د ملګروملتونو بندیزونو کې شامل دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا لومړی مرسیتال عبدالغني برادر له ارزګان ولایت څخه دی.

د طالبانو پخواني حکومت کې یې لوړو پوستونو کې کار کړی او هغه مهال یې د شمال مقاومت پر وړاندې جګړه کې مهم رول درلود. ملا برادر د ملا محمد عمر اصلي مرستیال و او نظامي عملیات یې رهبري کول.

همدارانګه ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د دفاع وزیر و.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان کراچۍ ښار کې ونیول شو او وروسته بیا په ۲۰۱۸ کال کې د ډونالډ ټرامپ له حکومت سره د سولې خبرو او هوکړې کې د مرستې لپاره پر پاکستان د امریکا د فشار له امله زندان څخه خوشې شو.

د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي چې جوزجان ولایت څخه دی. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت معین وو.

همدارانګه کلونه یې د جوزجان ولایت مسوول په حیث هم کار کړی او قطر کې د طالبانو د مرکه‌چي پلاوي له غړو څخه وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سرج‌الدین حقاني، تر خپل پلار د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني وروسته د دغې شبکې مشرۍ په غاړه درلوده. حقاني شبکه په هدفي وژنو، ځانمرګو بریدونو، او یرغمل نیونو تورنه ده.

سراج‌الدین حقاني د دیني مدرسو او د طالب جنګیالیو د سترې شبکې نظارت او نظامي عملیات رهبري کول.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب، د ملا محمد عمر زوی او د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر دی. هغه په ۲۰۱۶ کال کې د طالبانو د مشر غوره کېدو پرمهال د طالبانو یو‌شمېر قومندانانو تر ملاتړ لاندې راغی، خو د کم عمر په دلیل ونه توانېده چې د طالبانو مشر شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمېسیون مسوول و او په دې وروستیو میاشتو کې یې مسوولیت درلود چې پولیس او د پوځ ځواکونه تسلیمېدو ته وهڅوي.

د طالبانو پخوانۍ دوره کې یې د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزیر په توګه کار کړی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست عبدالحق وثیق له غزني ولایت څخه دی او د ګوانټانامو زندان کې بندي و چې د امریکا له جنګي بندیانو سره تبادله شو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه تر خوشې کېدو وروسته قطر ته لاړ او د طالبانو د مرکه‌چي پلاوي مهم غړی وټاکل شو. هغه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د استخباراتو معاون و.

په همدې ترتیب د نورو وزارتونو لپاره اعلان شوي سرپرستان د طالبانو له غړو څخه دي چې د ملګروملتونو د بندیزونو نوملړ کې دي.

د طالبانو اعلان شوې کابینې د هغه څه په دلیل چې انحصاري او د یو قوم بلل کېږي، په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام