د کورنو چارو وزارت مسوولان وایي چې د دغه وزارت اړوند د پولیسو ځانګړې قطعې له لوري د اختر په لومړۍ ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر لمونځ کوونکو د توغندیزو بریدونو طراح له خپلو درېو ملګرو سره نیول شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کورنو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي چې دغه کسان د کابل په پنځمه ناحیه کې د یوه ځانګړي عملیات په ترڅ کې نیولي شوي دي. یاد وزارت د توغندیزو بریدونو د اصلي طراح نوم مومن ښودلی او ویلي یې دي چې یاد کس د کابل په پغمان ولسوالي کې په څو ترهګریزو بریدونو کې هم لاس درلود.
ستانکزی وایي چې نیول شوي کسان ټول د وسلهوالو طالبانو غړي دي. خو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کابل له څلورمې ناحیه څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لوري درې توغندي وتوغول شول چې د معلوماتو له مخې، چاته پکې زیان نه وو اوښتی.
د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې دغه راکیټونه د کابل په لومړۍ او دویمې ناحیې لګېدلي چې مرګژوبله یې نه درلوده.