بامیان چې د افغانستان تر ټولو امن ولایت دی، د سه‌شنبې په مازدیګر د دوو خونړیو چاودنو شاهد و. په بامیان ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال انور سعادت‌یار وايي چې لومړۍ چاودنې د مازدیګر په څلورنیمو بجو وشوه او ورپسې دویمه چاودنه هم وشوه.

په دغه ولایت کې روغتیايي مسوولان وايي چې په یادو دوو چاودنو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي. د دغې پېښې د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشوم هم شته.

ویل کېږي چې د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي د وژل شویو کسانو شمېر نور هم ډېر شي.

د بامیان د امنیتي مسوولانو په وینا، چاودنې د «روغتون» په کوڅه او «ولي‌عصر» مارکېټ کې شوې دي.

د دغو خونړیو چاودنو مسوولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی کار نه دی.

د بامیان ولایت د والي رسنیز دفتر پرون ناوخته وویل چې امینتي ځواکونو د یادو چاودنو په تړاو دوه کسان نیولي دي. د دغه ولایتي امنیتي مسوولانو د څوارلس ساعتونو له تېرېدو سره سره لا هم د یادو کسانو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ، د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر او پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو چاودنو په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي چې «طالبان او نورې ترهګرې ډلې» ملکیان او عامه بنسټونه په نښه کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش یاد برید د دښمن ناکامه هڅه بللې ده. د نوموړي په وینا، دښمن په هېواد کې د تاوتریخوالي د لمنې پراخېدو او ډار اچولو په لټه کې دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په بامیان ولایت کې برید د سولې او خلکو ارامتیا پر وړاندې یوه دسیسه بللې ده.

د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح هم دغه برید ترهګریز عمل بللی او هغه یې غندلی دی. نوموړي ویلي، هغه ټول جنایت‌کاران چې دغه بریدونه کوي، یوه ورځ به د افغان ملت په مخکې شرموونکي او تورمخي ولاړ وي.

بامیان د هېواد په مرکز کې تر ټولو امن ولایت دی. پرونی برید په خپل ډول کې بې‌ساری و. بامیان د ګرځندوی جاذبو په لرلو سره، د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې هر کال سلګونه بهرني ګرځندویان یې لیدو ته ورځي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام