ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی سره پر سولې او اوربند ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر امیر له ولسمشر سره ژمنه کړې چې حکومت به یې د اوربند لپاره د لارې هوارولو په برخه کې هڅه وکړي.

ولسمشر او د قطر امیر د دوه‌اړخیزو اړیکو او همکاریو، په تېره د سوداګرۍ د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي. دا ټیلیفوني خبرې په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د دویم پړاو له پیلېدو مخکې کېږي.

قطر د امریکا او طالبانو او افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربه و او ټاکل شوې د بین‌الافغاني خبرواترو دویم پړاو خبرې هم د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د یاد هېواد په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو د سنبلې په ۲۲مه پیل او د لیندۍ په دوه‌ویشتمه پای ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو سره سره په هېواد کې جګړې زور اخیستی او په دې وروستیو کې د ملکیانو، خبریالانو، د بشري حقونو او مدني فعالانو ترورونه هم ډېر شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام