په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د اوبو پر بندونو د طالبانو په ۱۱۸ بریدونو کې لږترلږه ۸۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.
په ملي امنیت شورا کې د یوې سرچینې له لوري سلاموطندار ته د رسېدلیو معلوماتو له مخې، په یادو بندونو کې د شاه و عروس، په پکتیا کې د مچلغو، په هرات کې د سلما او پاشدان، په هلمند کې د کجکي او ګرشک او په فاریاب کې د هندرې بندونه شامل دي.
په دغو ۱۱۸ بریدونو کې د راکېټونو ویشتل، وسلهوال بریدونه او چاودنې شامل دي.
شمېره | بند | ولایت | وژل شوي –امنیتي ځواکونه | ټپیان – امنیتي ځواکونه |
۱ | شاه و عروس | کابل | ۲ | ۴ |
۲ | مچلغو | پکتیا | ۲۹ | ۴۲ |
۳ | سلما | هرات | ۱۴ | ۱۴ |
۴ | کجکي | هلمند | ۱ | |
۵ | پاشدان | هرات | ۳ | ۱ |
۶ | دهندره | فاریاب | ۳۱ | ۲۱ |
۷ | گرشک | هلمند |
هرات کې د پاشدان بند د ساتونکو امنیتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو په وروستي برید کې چې د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه وشو، ۳ امنیتي ځواکونه ووژل شول او یو بل ټپي شو. طالبانو په دغه برید کې د یاد بند ۶ ساتونکي هم وتښتول.
دغه راز، طالبانو یوه میاشت مخکې د پاشدان بند ۹ کاریګر وتښتول چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې بېرته را خوشې شول.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د سږ کال د وري میاشتې په څلورمه نېټه په نیمروز کې د کمال خان بند د اوبو له زېرمه کېدو وروسته پرانېست.
هغه سیمه چې کمالخان بند پهکې دی، ډېرې دښتې او کم ژوروالی لري. د دغه بند لوړوالی ۱۶ متره دی او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په وینا، ۵۲ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.