د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو عمومي ریاست سرپرست فایز رحمان عزیزي د کمال خان بند د حیاتي ارزښت ارزونې په غونډه کې وویل، د دغې ادارې تازه ارزونې ښيي چي ټاکل شوې افغانستان په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ او سختې وچکالۍ له دورو سره مخامخ شي.

د نوموړي په وینا، د یادو ارزونو پر بنسټ، افغانستان ښايي په راتلونکو ۳ تر ۵ کلونو پورې د منځنۍ کچې وچکالۍ او د ۱۰ تر ۱۲ کلونو دورې له سختې وچکالۍ سره مخامخ شي.

هغه زیاتوي، په وروستیو څلورو لسیزو کې د اوبو سرچینو کمېدو د سیندونو د بهیر سلسله هم بدله کړې ده.

عزیزي زیاتوي: «د جګړې دوام، وچکالۍ، اقلیمي بدلونونو، سېلابونو، د یخچالونو ژر ویلې کېدو، د یخچالي جهیلونو جوړېدو او پراختیا او د اوبو سرچینو حیرانوونکي کمښت، د اوبو سرچینو ککړېدو او د کرنې او څښلو اوبو په برخه کې د اړتیا ډېروالي د اوبو سکتور له ستونزو سره مخ کړی دی او دغه وضعیت د اوبو سرچینو ته د ملت تلپاتې او د ډاډ وړ لاسرسی محدود کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د روان کال په ژمي کې د لازمې واورې نه اورېدو له کبله په ۱۴۰۰ کال کې د احتمالي وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه او په وینا یې، افغانستان به د غنمو له کمښت سره مخامخ شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام