د کورنۍ نړیوالې ورځې له را رسېدو سره هممهاله، یوشمېر هغه افغانان چې د جمهوري دولت له سقوط وروسته له هېواده وتلي او له خپلو کورنیو لرې شوي وايي، له هېواد او د کورنۍ غړیو څخه لرېوالي یې ژوند سخت کړی دی.
ځینې دغه کسان په افغانستان کې د خپلو کورنیو د پاتې غړیو په اړه اندېښمن دي او ځینې نور بیا له سلاموطندار سره په خبرو کې د نورو هېوادونو د ټولنیزو او فرهنګي اغېزو په اړه اندېښنې شریکې کړې دي.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو د مې میاشتې پنځلسمه د کورنۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو لاملونو او اغېزو په تړاو چې د کورنیو ستونزو لامل کېږي، د پوهاوي پروګرامونو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوه افغانه کډواله شریفه صفري چې له کورنۍ مسافره شوې، سلاموطندار ته ویلي، تمه یې لرله چې د کورنۍ په نړیواله ورځ د خپل مور او پلار تر څنګ واوسي، خو بخت ورسره یاري نهده کړې او اوس ترې لرې یوه بل هېواد کې ژوند کوي.
شریفه صفري چې اوس د سیمې په یوه هېواد کې اوسېږي، هلته د ژوند سختیو په اړه ویلي: «زه چې څه موده له مور او پلار او څو کاله کېږي چې له خویندو او ورونو لرې یم، پوهېږم چې له کورنۍ او خپلوانو لرېوالې څه مانا. څوک نشته چې بازار ته ورسره د پېر لپاره ولاړه شې، ډېره سخته تمامېږي. له کورنۍ لرېوالې، د کډوالۍ زړه تنګون او سختۍ رښتیا چې سخت دي.»
بلهخوا یوشمېر هغه میندې چې له کلونو راهیسې یې ځامن نور هېوادونو کې ترې مسافر دي، هیلهمند دي چې هېواد کې به د ژوند شرایط بدل شي او ټول مسافر افغانان به خپل کور او کلي ته را ستانه شي.
مرضیه د بلخ په مزارشریف ښار کې هغه مور ده چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې درې ځامن نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. هغې سلاموطندار ته ویلي، که څه هم د خپلو ځامنو بېرته راګرځېدو ته سترګې پر لاره ده، خو هېواد کې روان ناورین هم اندېښمنه کړې ده.
مرضیه زیاتوي: «زه هغه مور یم چې په تېر یوه کال کې مې درې ځامن مسافر شوي؛ ځکه چې افغانستان ناامن و او کار هم نه و. نه مې غوښتل چې ځامن مې رانه لرې شي. زوی مې شپاړلس کاله زدهکړې وکړې، خو اوس ایران کې پردۍ مزدوري کوي. ډارېږم چې کومه ورځ بېرته را ونه ګرځول شي او افغانستان ته چې له جګړې او ګډوډیو ډک دی، را نهشي.»
د کابل اوسېدونکې ثریا هم وايي چې خپلې غېږې ته یې د ځامنو بېرته راګرځېدل تر ټولو ستره هیله ده. هغه زیاتوي: «زه د یوې مور په توګه خوشحاله یم چې ټول مسافر بچیان مې خوا کوي. یوځای واوسو او ښه ژوند ولرو. خو چې امنیت وي او کار وي. ټول بچیان مې مسافر دي. ټولې میندې او پلرونه همدا هیله لري چې بچیان یې خوا کې پرې را ټول وي.»
په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د ګڼو افغان کورنیو غړي بېلابېلو هېوادونو ته مسافر شوي او د کډوالۍ ستونزو تر څنګ، له کورنۍ لرېوالی یې ځوروي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
یو مسافر محمود خرمي وايي چې له کورنۍ، خپلوانو او هېواد لرېوالی نه یوازې دی، بلکې ټول مسافر ځوروي. نوموړی زیاتوي: «موږ په داسې ټولنه کې را لوی شوي یوو چې کورنۍ، پلار او مور پهکې ډېر ارزښت لري. په مناسبتي ورځو کې چې موږ دلته کوم اختر تېر کړ، ډېر سخت و. ما چې کله د ټیلیفون له لارې کورنۍ سره د اختر مبارکي وکړه، په خدای سترګې مې له اوښکو ډکې وې.»
د یادونې ده چې زیاتره افغانان د اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو له کبله نورو هېوادونو ته ځي، خو د کډوالۍ پر لارې ډېرې ستونزې هم ګالي.
د مې پنځلسمه یا د کورنۍ نړیواله ورځ د ۱۹۹۳ زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو لهخوا د کورنۍ نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده او له هغه راهیسې په یوشمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي، خو افغانستان کې چې ډېری کورنۍ پاشل شوي، خلک د دې ورځې نمانځلو ته نه یوازې زړه نه ښه کوي، بلکې لا یې د زړه ټوټو جلاوالی ځوروي.