د لوګر په مرکز پل عالم ښار کې د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون د تېر ماښام موټربم چاودنه چې ۲۴ کسان په‌کې ووژل شول او ۱۱۰ نور تپیان شول، له پراخو کورنيو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا چاودنه د لوګر ولایت تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د مرکز پل عالم ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د لوګر ولایتي روغتون ته څېرمه شوې چې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي په خبره، ۲۴ کسان په‌کې وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. د والي په وینا، د دې چاودنې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د دې پېښې ډېری قربانیان هغه زده‌کوونکي دي چې د کانکور ازموینې لپاره د لوګر مرکز ته راغلي وو.

 ولسمشر محمداشرف غني د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره دا پېښه وسله‌والو طالبانو پورې تړلې او هغه یې د دې ډلې یو بشري جنایت بللی دی. که څه هم تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو ولسمشر دغه چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې طالبان په روژه کې چې د رحمت او بښنې میاشت ده، د خلکو له وژلو او د عامه ځایونو له ویجاړولو لاس نه اخلي.

محمداشرف غني ویلي: « طالبان د افغانستان د مسلمان ولس د دې ټول‌وژنې له امله د خدای او د افغانستان د اوسېدونکو پر وړاندې مسوول دي.» د غني په وینا، طالبان د خلکو پر وړاندې د نامشروع او تاوتریخوالي ډکې جګړې په دوام سره یو ځل بیا وښوده چې د روان کړکېچ د هواري لپاره په سوله‌ییزه توګه اراده نه لري، بلکې د وضعیت په خرابولو سره غواړي د سولې په اړه رامنځته شوی فرصت هم له منځه یوسي. ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د وسله‌والو طالبانو دغه برید ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د غبرګونونو په دوام د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د لوګر چاودنې په اړه په خپله فسبوک‌پاڼه کې دا پېښه «د اسلام او وطن دښمنانو» کار بللی او ویلي یې دي، په داسې حال چې په ملي او نړیواله کچه د سولې لپاره هڅې روانې دي او د سولې راتلو هېلې یې زیاتې کړي، دغه ډول بريدونه د سولې بهیر له ننګونو سره مخ کولای شي. د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس له طالبانو وغوښتل چې د روژې په خاطر دې اوربند وکړي او د سولې لپاره دې ښه نیت څرګند کړي، له تاو‌تریخوالي دې لاس واخلي، څو په راتلونکي کې د دا ډول جنایتونو لپاره لاره هواره نه شي.

په کابل کې د ترکیې سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لوګر مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې پر مېلمستون بمي چاودنه غندلې او ټينګار یې کړی چې د تاوتریخوالي ډېروالی د تلپاتې سولې د خبرو لپاره مرسته نه شي کولای.

د دې ترڅنګ، اروپایي ټولنې د لوګر چاودنه د ټولو افغانانو لپاره یوه تراژیدي ګڼلې. دغې ټولنې ټينګار کړی چې بې‌مانا تاوتریخوالی دې ژرترژره ودرول شي.

دې چاودنې په ملي کچه د هېوادوالو پراخ غبرګونونه هم راپارولي او ګڼ‌شمېر افغانانو د لوګر له اوسېدونکو سره خوا‌خوږي څرګنده کړې او د تېر ماښام خونړی موټربم برید یې غندلی دی.

په لوګر کې د تېر ماښام موټربم برید په پایله کې د دغه ولایت پر ولایتي روغتون سربېره د ښځو چارو ریاست، ولایتي شورا ودانۍ او د استوګنې یوشمېر کورونه، مارکېټونه او بازارونه هم وېجاړ شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام