د کابل ښار د تهیهمسکن سیمې د خوراکي توکو یوشمېر عمده پلورونکي وایي، د روسیې او اوکراین جګړې هېواد کې د خوراکي توکو پر بیو اغېز کړی او له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې، د خوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي.
دوی وایي، په وروستیو دوو اووونیو کې د کابل ښار په بازارونو کې د اوړو، غوړیو، بورې او وریجو په نرخونو کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو لوړوالی راغلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوراکي توکو د یادو عمده پلورونکو په وینا، یوه قزاقي بوجۍ وړه نن د کابل په بازارونو کې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لیټره غوړي په ۲۸۰۰ افغانۍ، ۷ کیلو بوره په ۴۲۰ او یوه بوجۍ لومړۍ درجه سېله وریجې په ۲۷۰۰ افغانۍ پلورل کېدې.
عمدهپلورونکي هټۍوال زیاتوي چې کابل ښاروالي نهشي کولای، پر وخت سره هټۍوالو ته نرخنامې ورکړي او د نرخونو په کنټرول کې پاتې راغلې ده.
یوه هټۍوال سلاموطندار ته وویل: «نرخنامه دا دی شته ده. هغه ورځې یې راته وویل، اوړه په څو پلورې، مونږ یې په ۲۵۰۰ پلورو، خو د دوی نرخنامه په ۲۱۶۰ ده او ما شل افغانۍ ګټه کړې، خو د دوی نرخنامه پخوانۍ ده.»
د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزی بیا د هټۍوالو نیوکې او ادعاوې بېبنسټه بولي او وایي، هره اوونۍ ټولو هټۍوالو ته نوې نرخنامې ورکوي او عملي کېدو څخه یې څارنه هم کوي.
نوموړي وویل، نرخنامې د سوداګرو له مشورې او ګمرکونو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته ټاکي چې څوک ورڅخه سرغړونه نهشي کولای.
هغه سلاموطندار ته وویل: «مونږ اجازه نهورکوو چې څوک په تجارانو یا دوکاندارانو ظلم وکړي او دوکاندارانو ته هم اجازه نه ورکوو چې په خلکو ظلم وکړی. که هر څوک وایي چې کابل ښاروالي نرخنامه نهلري، دا یوه پلمه ده.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایع خونې غړی خانجان الکوزی، سره له دې چې د ځینو خوراکي توکو د بیو لوړوالی تاییدوي، خو په وینا یې، دا یوازې افغانستان کې نه، بلکې د اوکراین او روسیې د جګړې له امله په ځینو نړیوالو بازارونو کې هم د اوړو، غوړیو او بورې بیه لوړه شوې ده.
هغه وویل، اړوندې ادارې هڅه کوي چې نرخونه ډېر لوړ نهشي او وضعیت څخه نه باید څوک ناوړه ګټه پورته کړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د خوراکي توکو د بیو لوړېدو او د نرخونو نهکنټرول څخه نیوکې پر داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت هم ډېر نه دی لوړ شوی، خو بیا هم د خوراکي او نورو توکو نرخونو کې لوړوالی راغلی دی.