که څه هم افغانستان کې اوس ژمی دی او د کابل په ګډون باید ډېری سړې سیمې پر سپینو واورو پوښلې وې، خو دغه هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال ګڼو سیمو کې هغه ډول چې باید اورښتونه شوي وای، واوره او بارانونه نهلیدل کېږي.
افغانستان کې د ژمي واورې او اورښتونه د کروندو د حاصلاتو لپاره اړین بلل کېږي او له همدې امله دې موسم کې کروندګر د اورښتونو لپاره د اسمان څار کوي. افغانستان کې د «ډسمبر او جنورۍ» په میاشتو کې د ژمي اورښتونه پیلېږي چې سږکال ځنډېدلې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو د تېرو څه باندې درېوو کلونو راهیسې روانې وچکالي د یاد هېواد ډېری سیمې ځپلي او د اوبو کمښت ترڅنګ په ځپل شویو سیمو کې د ناروغیو خپرېدو سربېره یې د ژوند چارې ټکنۍ کړې دي.
د افغانستان د ډېری ولایتونو اوسېدونکي د اقلیمي بدلون له امله رامځته شویو اغېزو ناورین سره مخ کړي او په وینا یې، اړ شوي چې د وچکالي له امله نورو سیمو ته وکوچېږي.
د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ سوېلي ولایتونه تر ډېره وچکالي ځپلي او ان تر دې چې خلک یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستلې دي.
۶۶کلن لطفالله چې د زابل میزان ولسوالي د مرکک سیمه کې یې باغونه درلودل او له دې لارې د خپلې ۱۲کسیزې کورنۍ اړتیاوې برابرولې، اوس بل چا سره پر بزګرۍ بوخت دي.
هغه وايي، سیمه کې یې له یوې مخې ټول باغونه وچ شوي او خلک د څښاک پاکې اوبه نهلري. د میزان ولسوالي مرکک سیمه پخوا پر بېلابېلو مېوهلرونکو ونو زرغونه وه، خو اوس د وچکالي له امله د یادو باغونو یوازې وچ بوټي پاتې دي.
لطفالله وویل: «زه شاوخوا ۶۶ کلونه عمر لرم خپل باغونه مي وچ شوي، ځمکې مې شاړې پاتې دي، له خپلې سیمې کډه شوی یم. اوس د بل چاه بزګري کوم ، زما پر باغ او ځمکې پاته بزګر ان څښلو اوبه نهلري. اوس چې مزدوري، باغواني او هر څه چې وي د مجبورۍ څخه يې کوم.»
د افغانستان ډېری وګړي پر کرنه بوخت دي او د درېیم کال لپاره د پرلهپسې وچکالي دوام، ګڼشمېر کروندګر او ځمکوال چې د عاید یوازینۍ سرچینه یې له همدې لارې برابرېده، دې ته اړ کړي چې خپل شغل بدل او یا هم بهرنیو هېوادونو ته مزدورۍ پسې لاړ شي.
د اقلیمي بدلون او اغېزو په اړه د ملګروملتونو د وروستي راپور پر بنسټ، افغانستان کې شاوخوا ۶۰سلنه وګړي د باران پر اوبو خپله کرنه مخته وړي، خو د اقلیمي بدلون له امله د باران او واورې په بڼونو کې بدلونونه لامل شوي چې د خلکو پر ورځني ژوند اغېز وکړي.
په راپور کې ویل شوي چې دا مهال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ هغه یې له ناورینه ډکه وچکالي تجربه کوي چې د دغه هېواد له نیمايي ډېر «څه باندې ۵۰سلنه» وګړي تر خپلې اغېزې لاندې راوستي دي.
د افغانستان په سوېلختیځ کې د پکتیا اوسېدونکي وايي چې شاوخوا اته میاشتې کېږي، سیمو کې یې، باران نهدی شوی. پکتیا د افغانستان له سړو ولایتونو دی چې هر کال د ژمي له موسم پرته پهکې د اورښت کچه د نورو ولایتونو په پرتله ډېره ده.
د دغه ولایت د زرمت ولسوالي اوسېدونکی ګلاحمد اوریاخېل چې پخوا به یې خپله ځمکه د کاریز پر اوبو خړوبوله او د څښاک اوبو لپاره یې هم کومه ستونزه نهلرله، اوس د اوبو له کمښت سره مخ دی.
دی وايي، ولسوالي کې یې ۹۸سلنه خلک اوبه نهلري او خلک ستونزه کې دي. هغه وویل: «د زرمت ولسوالي ۹۸سلنه د اوبو له کمښتسره مخ ده. اوبه د لمریزې برښنا او ماشینونو پر مټ راباسوو، داسې کورنۍ شته چې د څښاک اوبه له پټیو راوړي. کاریزونه او ویالې وچې دي. دغه ولسوالي وچکالۍ سخته ځپلې او اتو میاشتو کې باران نهدی لیدلی.»
که څه هم افغانستان کې په کره توګه د وچکالي له امله د بېځایه شویو کره شمېر نشته، خو ځینو نړیوالو بنسټونو د سروې له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲.۳ میلیونه وګړي بېځایه شوې دي.
د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د «۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۲۸مه» په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان نړۍ کې د اقلیمي بدلون د اغېزمنو هېوادونو په ډله کې شپږم او په ټوله کې د ناورین «فاجعې» د ګواښ له امله د نړۍ څلورم هېواد دی.
خو د اسلامي امارتو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان بیا پرته له دې چې د وچکالي له کبله د بېځایه شویو شمېر په ډاګه کړي، وايي، د روان کال ۱۴۰۲ «وري» میاشتې څخه «۲۰۲۳/۲۰۲۴» افغانستان کې د طبیعي پېښو او وچکالي له امله شاوخوا ۲۲زره کورنۍ بېځایه شوې دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالطیف حقاني وايي چې دوی له یوشمېر بېځایه شویو سره مرسته کړي او بېرته یې، خپلو سیمو کې مېشت کړې دي. «د روان کال د وري میاشتې څځه تراوسه د طبیعي، غیرطبیعي او وچکالي له امله ۲۲زره کورنۍ بېځایه شوې چې د یاد وزارت په مرسته ۷۵۰۰ کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته لېږدول شوي او مرستې هم ورسره شوې دي.»
افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی او ازادو اوبو ته لاره نهلري او د اوبو سرچینو او تر ځمکې لاندې د اوبو کچې د ساتلو یوازینۍ هیله یې اورښتونه دي. هغه څه چې له تېرو څو کلونو راهیسې اقلیمي بدلون یې بڼه بدله کړې.
د اسلامي امارتو سرپرست حکومت په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو په ځانګړې توګه د باراني اوبو مدیریت لپاره هڅې پیل کړې، خو وايي، دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د اسلامي امارتو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطېعالله عابد وايي چې هېواد کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره یې، په هره ولسوالي کې د یوه-یوه کوچني چکډېم ترڅنګ، ۳۸ ستر چکډېمونه هم جوړ شوي چې په وینا یې، د اقلیمي بدلون سره مبارزه کې او د اوبو سرچینو پراخېدو برخو کې ګټور دي.
هغه وویل: «وچکالي روانه ده او د انرژۍ او اوبو وزارت په پام کې لري چې د ۴۲۰میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۰د اوبو بندونه جوړ کړي چې ۱۱۳ بندونه جوړ شوې چې دا بندونه وچکالي سره د مبارزې برخه کې ګټور دي او ترڅنګ به د اوبو سرچینې تغذیه کړي.»
بلخوا افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې هېواد کې تر ډېره د اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په تړاو فعالیت لري، وايي، اقلیمي بدلون ځینې سکټورونه سخت اغېزمن کړي، خو په وینا یې، داسې سند نشته چې خلک دې د اقلیمي بدلون له امله په پراخه توګه کوچېدلې وي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روحالله امین د اقلیمي بدلون له امله د بېځایه شویو په اړه وویل: «کومه څېړنه یا سند نشته چې خلک دې افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله په پراخه توګه کوچېدلې وي، خو لږ شمېر خلک د اوبو سرچینو کمښت او د ښه ژوند په موخه له یوه کلي، بل او له یوه ښاره بل ښار او نورو هېوادونو ته کډوال شوې دي.»
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د وچکالي او اورښتونو نشتون له امله د اوبو سکټور ترڅنګ کرنه او مالداري هغه برخې دي چې اقلیمي بدلون پرې اغېزې کړې دي.
د دې ترڅنګ د جمهوریت له پرځېدو سره هممهاله افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدو او بندېدو ترڅنګ، ګڼې هغه پروژې هم ځنډېدلې چې د اقلیمي بدلون اړوند په تړاو پلې کېدې او یا هم پلان کې وې چې پلې شي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت چې تراوسه د نړۍ له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی، د اقلیمي بدلون اړوند ۳۲ نړیوالې پروژې د سیاسي مسایلو له کبله ځنډېلي دي، که پلې شي، دغه هېواد کې به د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې، ستونزې ورسره تر یوه حده هوارې شي.
خو اوس چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د ناورینونو پر ژۍ ولاړ دی، د مبارزې لپاره یې باید څه وشي او کومې هغه لارې چارې ولټول شي چې وکولای شي، دغه هېواد له دې بلا تر یوه بریده وژغورل شي.؟
د چاپېریال ساتنې اړوند کارپوهان وايي چې افغانستان باید له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره اوبه مدیریت کړي او له داسې لارو چارو ګټه واخلي چې وکړای شي، دغه وضعیت کنټرول کړي.
د دوی په وینا، دا مهال افغانستان کې هغه کرنیز محصولات کرل کېږي چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري او د اوبو کمښت یا نشتون په صورت کې کروندګر تر ځمکې لاندې له اوبو استفاده کوي چې دا به اقلیمي بدلون لا پېچلی کړي.
کارپوهان هیلهمندي ښيي چې نړۍ کې د اوبو مدیریت لپاره له ځیرکو او پرمختللو استفاده کېدونکو لارو چارو دې افغانستان کې هم ګټه واخیستل شي، څو دغه هېواد پایښت لرونکې او د کمو اوبو غوښتونکې کرنه ولري.
د اقلیمي بدلون چارو کارپوه سید عبدالباسط رحماني وویل: «دا چې افغانستان پرمختللی هېواد نهدی، نو هغه پروژې چې د اقلیمي بدلون برخه کې په نړیواله کچه پلې کېږي، دوه برخې دي، یوه یې مطابقت «ورتهوالی» او بل یې کمښت دی. خلک ته باید د اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په اړه پوهاوی ورکړو او ملي او نړیوال بنسټونه دې برخه کې اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي.»
په داسې شرایطو کې چې تر بل هر وخت افغانستان په ډېرو برخو کې پر نړیوالو مرستو تکیه دی، خو له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارتو واک ترلاسه کړی، دغه هېواد څنډې ته کړل شوی او ګڼو نړیوالو غونډو ته چې غړیتوب یې لري او کنوانسیونونه یې لاسلیک کړي، نهدی وربلل شوی.
افغانستان په ۱۹۹۲ کال د ملګروملتونو د اقلیمي بدلونونو کنوانسیون لاسلیک کړی، خو د ۲۰۲۳کال د «کاپ۲۸» یا اقلیمي بدلون په اړه د ملګروملتونو کلنۍ غونډه کې د اسلامي امارتو حکومت ته بلنه نهوه ورکړل شوې.
د کاپ۲۸ نړیواله غونډه تېر کال د نومبر له ۳۰مې د ډسمبر تر ۱۲مې په عربيمتحده اماراتو کې جوړه شوې وه چې د لسګونه هېوادونو، بنسټونو او سازمانو شاوخوا ۷۰زره استازیو پهکې ګډون کړی وو.