د پخواني حکومت یوشمېر پوځیان سلام‌وطندار ته وایي چې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو وروسته بې‌برخلیک پاتې دي. هغوی شکایت کوي چې د اسلامي امارت په راتګ سره دوی له بد اقتصادي وضعیت سر مخ شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني پخوانی ویاند فرید خان یو له هغو پوځیانو څخه دي چې په خوار بد وضعیت او فقر کې ژوند کوي. هغه سلام‌وطندار ته وویل چې مېرمن یې سرطان لري او د درملنې لپاره یې خپل ټول شته لګولي دي.

فرید خان وایي: «زموږ اقتصادي وضعیت اوس هم ښه نه دی. نهه میاشتې کېږي چې بې‌کاره یوو، په کور کې ناروغ هم لرم، له ګڼو ستونزو سره مخ یم، راته کار هم نه پیدا کېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د پکتیا د ملي پولیسو د ښوونیز مرکز پخوانی قومندان جمشیداحمد نظري وایي چې پر ځای یې بل کس ګومارل شوی دی. هغه هم له خپل بد اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي او وایي چې د وروستیو بدلونونو وروسته یې معاش او هېڅ راز مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د ملي امنیت یو تن سرتېری چې نه غواړي نوم یې واخستل شي سلام‌وطندار ته وایي چې خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ برابرولو لپاره شاقه کارونه کوي. هغه وایي: «اوس هم په کور کې نه وړه لرو، نه غوړي، د ورځې له‌خوا مزدوري کوم، که راته پیدا نه شي بېرته کورته راځم. اوس نه معاش لرم نه کوم عاید لرم.»

خراب اقتصادي وضعیت ان د پخواني حکومت لوړ پوړي قوماندانان هم اغیزمن کړي دي. له دغو قوماندانانو څخه يوه يې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وويل چې له ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

هغه وایي چې په مسلکي او تخصصي برخو کې یې زده‌کړې کړې دي. دغه پخوانی قومندان له اوسني نظام څخه د تېر حکومت د پوځیانو څنډې ته کول دردوونکی بولي. د پخواني حکومت یو تن پوځي متقاعد میاګل خالد هم وایي چې د پخواني حکومت سرتېري د بد اقتصادي وضعیت ترڅنګ، پر روحي ستونزو هم اخته شوي دي.

د تېر حکومت پوځیان له اسلامي امارت څخه غواړي چې په امنیتي بنسټونو کې هغوی ته د جذب زمینه برابره کړي. یوشمېر پوځي شنونکي ټینګار کوي چې پخواني پوځیان د افغانستان په سیاسي برخه کې کومه ونډه نه درلوده او که چېرې اسلامي امارت یې استخدام نه کړي، ترهګریزې ډلې به د هغوی له دې وضعیت څخه استفاده وکړي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وایي: «اخلاقو له نظره د دغو کورنیو په حق کې ظلم دی، د دوی کورنۍ ستونزو سره مخ کېږي. دوی یا له هېواد څخه بهر ځي او یا هم نورو کارونو ته لاس اچوي او یا کېدای شي نورې ډلې ورڅخه ناوړه استفاده وکړي.»

یو بل پوځي کارپوه ثمر سادات هم په دې باور دی چې سرپرست حکومت باید د پخواني حکومت د سرتېرو تقاعد او معاشونه ورکړي او د هغوی خوندیتوب ته هم باید پام  او رسېدنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ځینو پروګرامونو خبر ورکوي چې له مخې به یې پخوانیو پوځیانو ته د کار زمینه برابره شي. هغه ټینګار کوي چې د تېر حکومت وړ پوځیان به په امنیتي بنسټونو کې جذب شي.

په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته، ورځ تر بلې د هېوادوالو اقتصادي وضعیت خرابېږي. اسلامي امارت په وار وار د دغه وضعیت د کنټرول لپاره د ګټورو پروګرامونو خبر ورکړی دی؛ خو دغه پروګرامونه تراوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام