خبریال: داوود شاه مل
د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک کنزي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي. مکنزي چې کابل ته راغلی یوې خبري غونډې ته وویل، که طالبان خپل بریدونه جاري وساتي، دوی به هم د خپل هوایي ملاتړ کچه لوړه کړي.
د امریکا د دغه لوړپوړي پوځي چارواکي په وینا، طالبان هڅه کوي، د خپلو بریدونو پر وړاندې د بې وسۍ حس پیدا کړي، خو دوی په دې برخه کې تېروتنه کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جنرال کنټ مک مکنزي له افغانستان څخه د امریکايي پوځیان د وتلو له بهیر وړاندې ویلي و چې افغان هوايي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، هوايي ملاتړ ته اړتیا لري.
د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله وسلهوالو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په دې برخه کې یو لړ پرمختګونه هم درلودلي.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین هم د روانۍ اوونۍ د شنبې پر ورځ ویلي و چې د افغان امنیتي ځواکونو لومړۍ دنده دا ده چې په هېواد کې د وسلهوالو طالبانو د چټک پرمختګ مخه ونیسي او وروسته دې، له لاسته تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره دې هڅې وکړي.
د نوموړي په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا لري چې له لاسه تللې سیمې بېرته تر خپل کڼترول لاندې راولي.
خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې ویلي و چې د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتیري وباسي.