په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او پر یوه هر اړخیز اوربند دې هوکړه وکړي. دغه سفارت نن په یوه ټویټ کې له طالبانو او د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې جګړه ودروي او د افغانانو د ناخوالو د ختمولو لپاره دې، په بشپړه توګه د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
په ورته مهال د امریکا سفارت له طالبانو او د افغانستان له دولت څخه غوښتنه کړې چې د روان کړکېچ د هواري لپاره په یوې داسې سیاسي حل لارې هوکړه وکړي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي. سفارت زیاته کړې چې افغانستان نه باید یوځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امریکا په داسې حال کې د بېړني اوربند ټينګښت او د سولې خبرو پر پیل ټيڼګار کړی چې په تازه ګۍ سره د افغانستان دولت او طالبانو په لوړه کچه په دوحه کې خبري کړي دي. دغو خبرو د افغانانو د تمې خلاف د پام وړ پایله نه درلوده.
په ورته مهال په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن وایي چې اوس ۲۱ مه پېړۍ ده او په دې عصر کې ښوونځيو ته د نجونو پر تلو او یا هم په ټولنه، د کار ځای او حکومت کې پر مېرمنو بندیزونه شتون نه لري.
راس ویلسن نن په خپل ټویټرپاڼه کې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو ته ښه راغلاست ویلی او زیاته کړې یې ده چې مېرمنې باید اړ نه اېستل شي چې په عامه ځایونو کې له محرم سره یوځای لاړې شي.
په ورته مهال د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پر مېرمنو د بندیزونو له لګولو څخه اندېښنه ښودلې. دغه کمېسیون یوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې له محرم پرته د مېرمنو پر تګ راتګ بندیزونه لګولی دی.
- کابل کې د امریکا سفارت؛ په ۱۲ کلونو کې ۳۸ زره افغان ملکیان وژل شوي
- کابل کې د امریکا سفارت: افغانستان کې لنډمهاله حکومت نه غواړو
- امریکا په کابل کې خپل سفارت پرېږدي؛ والسټرېټ ژورنال خبر ورکړ
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د موندنو پر بنسټ، د ښځینه او ګډو ښوونځیو تړل، د ټلویزیون پر کتلو بندیز، ډاکټرانو ته خبرداری، هټېوال، له محرم پرته مېرمنو سره د موټر او رېکشا چلوونکي نه مرسته، هغه بندیزونه دي چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر خلکو لګولي چې د مېرمنو له بشر حقونو څخه په ښکاره سرغړونه ده.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خو له دې وړاندې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده څـو ورځې وړاندې د لوی اختر په اړه د مبارکۍ په یوه پیغام ویلي وو چې دغه ډله د ښاریانو حقونو ته ژمنه ده او د اسلامي شریعیت په رڼا کې به د مېرمنو لپاره مناسب پوهنیز چاپیریال برابر کړي.