د سپینې ماڼې ویانده جن ساکي وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د وسله‌والو طالبانو د تاوتریخوالي او تیري پر وړاندې، افغان دولت د بریا لپاره خلک او امنیتي ځواکونه لري چې ښه روزل شوي، کافي تجهیزات په واک لري او د طالبانو د یرغل او تاوتریخوالي پر وړاندې د درېدو وخت رارسېدلی دی.

د طالبانو له پرمختګ وروسته او د نیمروز-جوزجان ولایتونو د مرکزونو په نیولو سره، اوس امریکا د طالبانو دغه کړنه غندلې او هغه یې غیرې قانوني او د نه منلو یاده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې د امریکا سفارت هم پرون د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي و، د طالبانو کومه حکومتولي چې په زوره پر ولس تحملېږي، د منلو نه ده او د دوحي د سولې له هوکړې سره په ټکر کې دی.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د طالبانو وروستي اقدامات به په افغانستان کې د بشري ناروین څپې بیا راتازه کړي او دغه کړنې د ملکیانو حقونو او ارامښت ته د طالبانو ژوره بې پامي په کوته کوي.

ویل کېږي چې طالبانو د دوحې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال امریکا ته ژمنه ورکړې وه چې په لویو ښارونو به بریدونه نه کوي.


د ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو د بریدونو سره هم‌مهاله پرون د امریکا «بې ۵۲» ډوله بم غورځونکو الوتکو په شبرغان ښار کې د طالبانو د راټولېدو پرځای بریدونه کړي چې د دفاع وزارت د مرستیال ویاند په خبره، په دې بمباریو کې ۲۰۰ طالبان وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام