د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباری عمر نن په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایي برخه له سیاسي مسلو سره ونه تړي او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل چې نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا د مرکزونو د تمویل په برخه کې بیاځلي فعالیت نه دی پیل کړی، په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، نړیوال بانک تر ۲۰۲۴ کاله پورې هېواد کې د کورونا درملنې د ټولو مرکزونو د تمویل مسوولیت پرغاړه اخیستی و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عامې روغتیا مرستیال وویل، په داسې یو حالت کې چې افغانستان کې روڼتیا شتون لري، فساد پای ته رسېدلی او د بشر حقونو ته ژمنتیا موجوده ده، نو مرستندویه موسسو ولې خپلې مرستې بندې کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسلکي معین زیاته کړه چې نړیوال بانک په هېواد کې د کورونا درملنې اړوند ټولو مرکزونو د تمویل هوکړه درلوده، خو له تحول وروسته یې ټول همداسې پرېښودل چې اوس له ستونزو سره مخ دي.
عبدالباري عمر په دیني علماوو هم غږ وکړ چې د عامې روغتیا له وزارت سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي
نوموړي د ماشومانو ترمنځ خوارځواکۍ ته په اشارې وویل چې هېواد کې څه باندې دوه میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې یو لامل یې د مېندو له لوري ماشومانو ته د پوره شېدو نه ورکړه ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت مسلکي معین پرهغو ډاکترانو او نورو علمي کدرونو چې له هېواد څخه بهر دي هم غږ وکړ چې هېواد ته راستانه شي او خپلو هېوادوالو ته اړوندو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.