ټاکل شوې د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا سبا چهار شنبه د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته وکړي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما ویلي چې سبا به د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي.

د یوناما د خبرپانې له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو‌ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز به په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه رپوټ هم وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سلواغې په شپږمه نېټه د افغانستان د وضعیت څېړنې په اړه هم غونډه جوړه کړې وه. د دې غونډې مشري به د ناروې لومړی وزیر یوناس ګار استوره پر غاړه ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انیکن هویټفلډ په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رپوټ وړاندې کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره پر افغانستان نړیوالو مرستې بندې شوي تو په دې هېواد کې بشري ناورین د پراخېدو په حال کې دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو د  مرستندویه بنسټونو د یوه ګډ رپوټ پربنسټ، په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د خلکو اړتیا د  تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام