په تخار ولایت کې یوې سرچینې ویلي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د قومندانانو د اختلافاتو له کبله دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او دغه ځواکونه له هیڅ ډول ستونزې او د وسلهوالو طالبانو له ګواښ سره نه وو مخ.
د یادې سرچینې په وینا، یواځینی هغه لامل چې دغه ځواکونه یې له رستاق ولسوالي څخه شا تګ ته اړ کړي، د جګړې پر مخ بیولو روحیې نه شتون او د ولسي پاڅون کوونکو قومندانانو ترمنځ، رامنځ ته شوي اختلافات وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رستاق ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي هم د دغې ولسوالي د سقوط لامل د ولسي پاڅون کوونکو قومندانانو ترمنځ شته اختلافات یادوي.
د رستاق ولسوالي اوسېدونکي وايي چې طالبانو ته د دغې ولسوالي پرېښودو ستر لامل د ولسي پاڅون کوونکو د قومندانانو پیرم قل ضیايي زوی او سید رضا یوسفي ترمنځ اختلافات وو. د دوي په وینا، دواړو لوریو د مقابل لوري ناکام ښودلو له امله طالبانو ته اجازه ورکړه، څو رستاق ولسوالي ونیسي.
په ورته مهال په ولسي جرګه کې د تخار ولایت د خلکو استازې نظیفه یوسفي بېګ، مرکزي حکومت تورنوي چې ګواکې په لوی لاس یې رستاق ولسوالي طالبانو ته سپارلې ده.
- په تېره یو شپه او ورځ کې طالبانو د تخار شپږ ولسوالۍ نیولي
- د تخار ینګيقلعه، چال او هزارسموچ ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوي
- طالبانو د تخار بهارک ولسوالي په بشپړه توګه نیولې
هغې وویل: «رستاق ولسوالي د محلي او مرکزي مسوولانو د نه پاملرنې له امله سقوط شوې. داسې ولسوالي وه چې هېڅ کله هم طالبان ورته نه وو راغلي. د تخار له شپاړسو ولسوالیو څخه درې ولسوالي او مرکز پاتې دی. که رستاق ولسوالي ته پام ونه شي، د تخار مرکز او بدخشان ولایت ته به هم جدي خطر و اوسي.»
هڅه مو وکړه د طالبانو له لوري د رستاق ولسوالي نیولو په تړاو د امنیتي مسوولانو او د تخار ولایت سیمهییزو چارواکو نظر هم ترلاسه کړو، خو په پرلهپسې اړیکو نیولو بیا هم بریالي نه شوو.
رستاق ولسوالي د تخار یو له ګڼ مېشتو او مهمو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي. د طالبانو له لوري د دغې ولسوالي په نیولو سره د یاد ولایت د مرکز تالقانو ښار سربېره، بدخشان ولایت لپاره هم یو لوی امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.