له تېرو دوو ورځو راهیسې یوه مکتوب کې چې ویل کېږي د ارګ له خوا د لوړو زدهکړو موسسو ته استول شوی، غوښتل شوي چې تر دې وروسته پوهنتونونو کې د لیسانس دورې مونوګراف او د ماسټرۍ تېزس کې د افغانستان له اصلي ادبیاتو ګټه واخیستل شي.
لکه څنګه چې پخوا د ښار په کچه تابلوګانو نه د فارسي کلمو لرې کولو او د الکټرونیکي تذکرو وېبپاڼه کې فارسي ژبه د بهرنیو ژبو په لېست کې اچولو د هېوادوالو غبرګون راپورته کړی وو، دا ځل هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکيو د دغه مکتوب په خپرولو سره، د ارګ په سیاستونو چې د هېواد د ملي ژبو په اړه یې غوره کړي، نیوکه کړې ده.
د پوهنتون استاد کاوه جبران وايي، د اصلي افغاني ادبیاتو موضوع تصادفي خبره نه ده، بلکې د سردارمحمد داوود خان له وخت راهیسې پیل شوې.
جبران وايي، د امان الله خان حکومت په دوران کې تشخیص شوه چې فارسي ژبه د اصلي افغاني ادبیاتو یا هماغه د پښتو ژبې د پرمختګ مخه نیسي.
د هغه په وینا، د داوود د حکومت دغه اقدام د فارسي ژبې د ځپلو لپاره اجرا کېده چې پایله یې ور نه کړه.
هغه زیاتوي، د افغانستان پخوانی ولسمشر سردار محمد داوود خان د پخواني شوروي یو شمېر ژبپوهان راوبلل، ترڅو د فارسي پر ځای د پښتو ځای ناستې لارې وسنجوي او دغو پوهانو وړاندیز وکړ چې فارسي ژبه کې ماینونه خښ کړي چې ماین څخه موخه د ملي مصطلحاتو تر نوم لاندې فارسي په جمله کې له یوې یا دوو پښتو کلمو څخه استفاده وه.
د جبران په وینا، منځنۍ اسیا کې د روسانو له خوا د فارسي له منځه وړلو لپاره دغې تجربې پایله ورکړې وه.
د پوهنتون استاد او د فېسبوک یو له کاروونکيو فردین بختیاري پر خپله پاڼه لیکلي، د افغاني اصلي ادبیاتو څخه د ګټې اخیستو طرحه د دانشګاه او دانشجو کلیمو له منځه وړلو په معنا ده.
بختیاري لیکلي: «لکه څنګه چې د افغانستان ټولنه یوه غیرمکتبي ټولنه ده د افغاني اصلي ادبیاتو لپاره علمي بسترونو ته زمینه برابرول مرسته کوي چې همدغسې یوه وروسته پاتې حالت کې پاتې شو.»
دغه مکتوب کې داسې مهال د اصلي افغاني ادبیاتو په اړه خبرې شوي چې د تېزس، مونوگراف، ارشیف او الکټرونیک په څېر انګلیسي کلمو څخه ګټه اخیستل شوې.
د ټولنیزو شبکو بل کاروونکی محمدعارف منصوري لیکلي، دغه مکتوب کې چې ۷۱ کلمو څخه استفاده شوې، ۶۲ یې بهرنۍ کلمې دي.
هغه ویلي، دغه مکتوب کې پنځوس عربي کلمې، پنځه انګلیسي کلمې، شپږ هم پهلوي کلمې او یوه هم یوناني کلمه کارول شوې ده.
د هغه په وینا، دغه مکتوب کې د ملي ژبو یوازې ۹ کلمو څخه استفاده شوې چې ۸ یې فارسي او یوه پښتو پوهنتون کلمه ده.
د ګهواره وېبپاڼې بنسټاېښودونکی او د ژبې استاد حضرت وهریز وايي، قومي او ژبني نفاق ته لمن وهل د اوسني حکومت د نړېدو له نښو څخه ده.
هغه لیکلي چې د ژبني او قومي نفاق ريښه نن هم د تل په څېر د ارګ په لاس کې ده.
د هغه په وینا، ارګ د افغانانو په تحریک او غږ پورته کولو سره غواړي چې په خپلو کمکاریو پرده واچوي.
د ټولنیزو شبکو بل کاروونکي نصیر ارین لیکلي، دغه مکتوب ته ارزښت نه ورکول چې اصلأ په کې املا او انشا نه ده مراعت شوې، تر ټولو غوره ځواب دی.
هغه لیکلي: «د دغه لیک تشهیر پر ځای که د هېواد ژبپوهان د مونوګراف ظاهري شکل اصلاح لپاره یوه طرحه لیکلې وای، ډېره به ګټوره وه، د هېواد له ملي ژبو سره دغسې چلند پر خپل حماقت خندا کول دي.»
د ټولنیزو شبکو دغه کاروونکي له حکومت او هېوادوالو غواړي چې د ژبې حوزه په سیاست کې ښکېله نه کړي او ژبه محصور نه کړي، ځکه د ژبې محصور کول، د ژبې د وژلو لامل کېږي.
ومو نهشو کولی چې دغه راپور کې د حکومت نظر ترلاسه کړو.
څه موده وړاندې کابل ښاروالۍ د ښار په کچه تابلوګانو څخه فارسي کلمې لرې کړې وې، داسې حال کې چې انګلیسي ژبه اوس هم په تابلوګانو کې لیدل کېږي.