له افغاني اصیلو ادبیاتو د ګټې اخیستو په اړه ارګ ته منسوب مکتوب غبرګونونه راپارولي

له تېرو دوو ورځو راهیسې یوه مکتوب کې چې ویل کېږي د ارګ له خوا د لوړو زده‌کړو موسسو ته استول شوی، غوښتل شوي چې تر دې وروسته پوهنتونونو کې د لیسانس دورې مونوګراف او د ماسټرۍ تېزس کې د افغانستان له اصلي ادبیاتو ګټه واخیستل شي.
لکه څنګه چې پخوا د ښار په کچه تابلوګانو نه د فارسي کلمو لرې کولو او د الکټرونیکي تذکرو وېب‌پاڼه کې فارسي ژبه د بهرنیو ژبو په لېست کې اچولو د هېوادوالو غبرګون راپورته کړی وو، دا ځل هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکيو د دغه مکتوب په خپرولو سره، د ارګ په سیاستونو چې د هېواد د ملي ژبو په اړه یې غوره کړي، نیوکه کړې ده.