د کورونا ویروس چې د ۲۰۱۹ کال په ډېسمبر میاشت کې د چین په ووهان ښارکې راپیدا شو، په ډېره لږ موده کې یې لمن د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته وغځېده چې له اقتصادي  او نورو برخو سربېره یې، د خلکو پر ژوند هم ډېر اغېز وکړ.

کورونا نه یوازې دا چې ګڼ‌شمېر خلک یې د مرګ تر پولې تېر کړل، بلکې هغوی چې له دې ویرووس ژوندي پاتي، په ټولنیز ژوند کې تر ډېر فشار لاندې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ډېرو مهمو سکټورونو کې د کورونا پرمهال ګڼ‌شمېر کارګرانو له دې امله چې تر سخت فشار لاندې وو، خپلې دندې پرېښودې چې یو‌شمېر یې پر ژور خپګان هم اخته شول.

نړۍ کې د کورونا ویرووس په خپرېدو سره ګڼ‌شمېر هېوادونو پر کورونا وبا د خپلو وګړو له اخته‌کېدو څخه د مخنیوي په پار عمومي قرنطین اعلان کړ او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه چې پر خپلو کورونو پاتې شي.

خو په کور پاتې کېدل خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړل. د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، د کورونا پرمهال کورنۍ د کورني تاوتریخوالي پېښې تر بل هر وخت زیاتې وې چې افغانستان هم له دې ستونزې سره مخ و.

د کورونا  په موده کې د بشري حقونو سرغړونې، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی، جګړې او  ناامنۍ زیاتې شوې وې. د معلوماتو له مخې، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه و چې د کورونا وبا له امله بندیزونو کې په پراخه اندازه د ماشومانو حقونه تر پېښو لاندې شوي.

ګڼ‌‌شمېر هغه خلک چې له کورونا وړاندې په بېلابېلو ځایونو کې پر کار بوخت وو، د کورونا له امله کور ناستې ته اړل کړل شول.

د روغتیا او ټولنیز واټن د پروتوکولونو له مخې، د کورونا وبا د خپرېدو مخنیوي لپاره له نورو سره دوه مټره واټن ساتل اړین وبلل شول. همدارنګه، په ټوله نړۍ کې خلک اړ شول چې د کورونا د مخنیوي اړوند سپارښتنې مراعات کړي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې شکریه سلام‌وطندار ته وايي چې کورونا وبا د دوی لپاره سخته او بېخي وحشتناکه وه. نوموړې وویل: «کله چې افغانستان کې د کورونا پېښې زیاتې شوې، ټولو ته یې ډار او وهم پیدا کړو چې له کورونا به ژوندي پاتې شو، که نه. کله چې قرنطین شو دغه حالت پر ما ډېر بد اغېز وکړ، ځکه د باندې نشو وتلی او کله به مو چې خپل کور له کړکۍ د باندې کتل هغه صحنه ډارونکې وه. په ښار او کوڅو کې ډېره ارامي او چوپتیا خپره وه او تر ټولو سخت حالت په موږ هغه و چې کله زما پلار پر کورونا اخته شو.»

په ورته وخت کې د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې مریم وایي، کورونا په ټولو خلکو باندې ډېرې بدې اغېزې وکړې او موږ په دې بې‌وزله هېواد کې یې ډېر شمېر کورنیو ته اقتصادي زیان هم ورسوو.

نوموړې وویل: «کورونا د خلکو پر ژوند منفي اغېزې وکړې. ډېری خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.  ټولې نړۍ ته یې اقتصادي ضربه ورسوله ټولو خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړل او زه د شرعیات پوهنځي محصله وم. زما دوه سمسټره درس له‌منځ لاړ. منم چې انلاین درسونه پیل شول، خو د انترنېټ د کمزورتیا له امله موږ سم درس نشو ویلي، ځکه چې حضوري درس له انلاین درس سره ډېر توپیر لري. هغه څه چې په حضوري درسو کې زده کېږي، انلاین کې نه زده‌ کېږي.»

کابل کې د یوه خصوصي روغتون ډاکټراغا‌خان بیا وايي چې کورونا پر اقتصادي او تعلیمي برخو ډېرې اغېزې وکړې او کارونو بهیر یې ټکنی کړ. نوموړی وایي چې کورونا ویرووس د خلکو ترمنځ ټولنیزې اړیکې اغېزمنې کړې، په داسې حال کې چې دغو اړیکو ته ټول اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د کوویډ-۱۹ یا کورونا وبا د مخنیوي او درملنې لپاره ځانګړي درمل نه دي پیدا شوي، خو روغتیاپالان په دې باور دی چې کورونا به د ډېرو نورو وېروسي ناروغیو په څېر، له انسانانو سره پاتې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام