د اسلامي امارت له لوري په ټول هېواد کې د منځتۍ او عالي دورې د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې‌کېدو پرېکړې په غزني کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړو لپاره د نجونو زده‌کوونکو روحیه کمزورې کړې ده.

په هېواد کې د ښځینه زده‌کوونکو پر مخ د منځني او عالي ښوونځیو د تړلو په اړه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پرېکړې په غزني کې د لومړنیو ښوونځیو (د شپږم ټولګي زده کوونکو) روحیه کمزورې کړې ده.

په غزني کې يو شمېر ښځينه زده‌کوونکي چې اوسمهال له شپږم ټولګي ټيټ دي، سلام‌وطندار ته وایي چې د نجونو د ښوونځيو تړل کېدل زده‌کړو دوام ته د دوی انګيزه او لېوالتيا له منځه وړې ده.

حليمه د غزني په يوه ښوونځي کې د پنځم ټولګي زده کوونکې ده. هغه وايي چې په دې ورځو کې ښوونځي ته د تګ او زده‌کړې ته زړه نه ښه کوي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده. هغه زیاتوي: « له هغې ورځې چې له اووم څخه تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځي تړل شوي زده‌کړې ته مې زړه نه کېږي، وایم تر شپږم ټولګي پورې مو چې وویل له هغه وروسته به څنګه ډاکټرانې شو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له شپږم ټولګي پورته د ښځينه زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو تړل کېدل حليمه او د هغې زياتره ټولګيوال مايوسه کړي دي. هغه زیاوي: « زه ډېره مایوسه یم. که ښوونځي خلاص شي، زه به ډېره خوشحاله شم، او که نه، مونږ به هماغسې مایوسه او ناهیلې یوو.»

فرزانه بله زده‌کوونکې ده چې په وینا یې غواړي په راتلونکې کې ډاکټره شي، خو اندېښمنه ده چې ښوونځي به ژر پرانیستل شي که نه؟ هغه وایي: « ډېره خفه یم، غواړم په راتلونکې کې ډاکټره شم. نه پوهېږم چې تر ۱۲ پورې ټولګي به بېرته پرانیستل شي که نه؟ که چېرې پیل نه شي ډېره به ناهیلې او مایوسه شم.»

دا زده‌کوونکي د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي چې د ټولو نجونو په وړاندې دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي. فرزانه زیاتووي: « له دولت څخه مو همدا غوښتنه ده چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځي دروازې پرانیزي.»

په همدې حال کې غزني کې یوشمېر ښځینه ښوونکي وایي، د اسلامي امارت وروستی پرېکړې د ښځینه زده‌کوونکو پر روان اغیز کړی او زده‌کوونکي د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره خپله انګیزه له لاسه ورکړې ده.

د غزني يوه ښځينه ښوونکې شکېبا محمدي وايي: « له همدې امله زده‌کوونکي انګیزه نه لري، لېوالتیا نه لري، راځي او ټولګيو ته ورځي، خو هغه لېوالتيا چې پخوا يې درلوده، یعنې خپلو راتلونکو لپاره یې چې هيلې درلودلې، اوس هغه هیله ورڅخه اخیستل شوې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کارپوهان په دې باور دي چې په یوه ټولنه کې د نجونو تعلیم د هلکانو د زده‌کړې په پرتله خورا مهم دی. د هغوی په وینا، په یوه ټولنه کې د نسلونو مثبت بدلون لپاره اړتیا ده چې نجونې او مېندې زده‌کړې ته وهڅول شي.

غزني کې یو تن ښځینه فعاله زهرا موسی‌زاده په دې اړه وایي: « که چې غواړو په یوه ټولنه کې یو نسل ته بدلون ورکړو، دې ته اړتیا لرو چې ټولې ښځې له زده‌کړو محرومې نه کړو او هغوی ته د زده‌کړې لار پرانیزو، زمینه ورته برابره کړو چې وکولی شي له دې لارې یو نسل ته بدلون ورکړي.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو تړل له ګڼو ملي او نړیوالو منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي.  اوسمهال افغانان او بېلابېل ملي او نړیوال بنسټونه د ټولو افغان نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت پرېکړې ته په تمه دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام