د انسان پیژندنې امریکایي ټولنه وایي ټاکل شوې وه د “هغه وخت او اوسنی افغانستان: د پخواني ولسمشر اشرف غني سره خبرې اترې” تر عنوان لاندې غونډه د مارچ په ۳۱مه جوړه شي. خو د دې ټولنې مسوولانو ویلي، د هغه وضعیت له امله چې د دوی په کنټرول کې نه و یاده غونډه لغو شوه.
د دې ټولنې مسوولانو امریکاغږ سره په خبرو کې د زیاتو جزییاتو له څرګندولو ډډه کړې او د رامنځته شوې نه کنټرولېدونکي وضعیت په اړه یې هم معلومات نه دي ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د امریکا غږ د راپور له مې، ددې غونډې له لغو کېدو مخکې افغان څیړونکي تابش فروغ، د یوې انلاین غوښتنې په خپرولو سره ددې غونډې د لغو کېدو غوښتنه کړې وه. تراوسه شاوخوا ۹۰۰ کسانو په هغه غوښتنه کې لاسلیک کړی دی.
په راپور کې راغلي، سره له دې چې د انسان پېژندنې امریکایي ټولنې ددې اعتراض په پایله کې هم ددې غونډې لغو کېدل نه وه تائید کړې خو ښاغلي فروغ ویلي چې ددې غوښتنې څخه د خلکو ملاتړ د غونډې د لغوه کېدو سبب شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اعتراض کوونکي له افغانستان څخه د ښاغلي غني ناڅاپه وتل د رامنځته شوې وضعیت مسوول ګڼي خو ښاغلي غني څو ځلې د صوتي او ویډیویي پیغامونو په خپرولو او په یوې مرکې کې د ځان دفاع کړې او ویلي یې چې له افغانستان څخه د هغه په وتلو سره په هیواد کې د جګړې، وینې تویدنې او ورانیو مخنیوی کړی دی.