افغانستان کې د یوه کال پر مهال د اورلګېدنې ۱۸۰۰ پېښې شوي
د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اطفایې ریاست مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې یې ډېری اورلګېدنې مهار کړي او په دې برخه کې یې هڅې دوام لري. دوی دا خبرې نن کابل کې د اورلګېدنې ضد ډبو د مرکز پرانېستې په غونډه کې وکړې.