پکتیا کې ۹۵۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شوې
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې په احمداباد او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو ته وارداتي برښنا چې کابو ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، رسولې ده.
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې په احمداباد او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې یې ۹۵۰۰ کورنیو ته وارداتي برښنا چې کابو ۷۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، رسولې ده.
د پکتیکا د ارګون ولسوالي هټۍوال وایي، له نن سهار راهیسې یې بازار له دې امله د اعتراض په توګه تړلی چې د مستوفیت مسوولانو لهخوا ترې د تېرو کلونو په پرتله څو چنده مالیه اخیستل کېږي.
د پکتیا مرکز ګردېز اوسېدونکي وایي چې څو ورځې وړاندې د ګردېز ښاروالي د اوبلن ګاز شرکتونه وتړل چې ورسره په ښار کې د ګاز بیه لوړې شوې ده.
د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي نن چهارشنبه د وږي ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. بلال کریمي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو د ا.ا ځواکونو یې مخه نیولې چې په پایله کې یې د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې ده.
د پکتیا چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د اوبو کچې ټيټېدو له امله ډېری څاهګانې، کاریزونه او چینې چې خلکو به د څښاک اوبو لپاره ترې ګټه اخیستله، وچې شوې دي.
د پکتیا د سندیزې حوزې ریاست د اوبو اندازه کولو برخې مسوول احمدالله احمدزی وایي، د لمرېزې برښنا په وسیله له ژورو څاهګانو د اوبو را اېستلو له کبله د اوبو کچه ټیټه شوې او زیاتره څاهګانې او کارېزونه وچ شوي دي.
د افغان رسنیو او خبریالانو یوه ملاتړي بنسټ «کابل پرېسکلب» پکتیا کې له خبریالانو سره د ا.ا د پروني چلن او خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالي غبرګون کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ته اعتراضیه لیک استولی دی.
د کابل پرېسکلب ادارې یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹ قضیې ثبت کړې دي.
وروسته له هغې چې پکتیا کې د ښوونځیو مدیرانو او خلکو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې پرانېستل شوي ښوونځي پرون بېرته وتړل شول، نجونو زدهکوونکو یې په غبرګون کې لاریون وکړ. پکتیا کې له نږدې دوو اوونیو وروسته د ښوونځيو بېرته تړلکېدو او د نجونو لاریون په کور دننه او بهر ګڼشمېر غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
پکتیا نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل شول چې له څو اوونیو راهیسې د لېسو مدیرانو او ځايي خلکو لهخوا پرانېستل شوي وو. د راپورونو له مخې، نن سهار نجونو هغه مهال چې ښوونځیو څخه ستنې کړل شوې، په لاریون ووتلې. نجونو لاریون کوونکو د لاریون پرمهال د ښوونځیو د بېرته پرانېستو غوښتنه کوله.
د پکتیا اوسېدونکو په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ځینو ښوونځیو له پرانېستلو هرکلی کړی دی.
د مرکز ګردېز اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي، خوښ دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې ښوونځیو ته ځي.
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو په اړه پلټنې پیل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو واک یوازې پوهنې وزارت سره دی او بل څوک یې د پرانستلکېدو امر نهشي ورکولای.
د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې له شپږم تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانېستل شوي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې د خلکو او مدیرانو لهخوا د نجونو پنځه ښوونځي پرانېستل شوي دي.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقیار احمدزی وایي، بېګاه د دغه ولایت په جانيخېلو ولسوالي کې د اورښتونو له امله د یوه کور چت را لوېدلی او د یوې کورنۍ پنځه کسان پهکې مړه شوي دي.
د نوموړي په وینا، پېښه د جانيخېلو ولسوالي، د بلخېلو په ګړیجن کلي کې شوې ده.
د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پکتیا کې صنعتکاران وايي چې د حکومت د لوړې مالیې او د بانکي محدودیتونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې په وینا يې، نهشي کولای د اړتیا وړ پیسې له بانکونو ترلاسه او خپل کاروبار پرې مخې ته بوځي.
د پکتیا زرمت ولسوالي چې د دغه ولایت له ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، اوسېدونکي یې وایي چې په تېرو څو کلونو کې د پوهنې برخه کې ورته د پام وړ کار نه دی شوی.
د پکتیا د والي مرستیال عزیزالرحمن منصور نن دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۳ کلیزې د نمانځنې په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې امانالله خان د افغانستان تر ټولو لوی دښمن او په وینا یې، نوموړي هېواد ته په لومړي ځل بې دیني راوړې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون