پروان کې یوه کس خپله څلور کلنه لور وژلې
د پروان محلي مسوولان تاییدوي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله څلور کلنه لور وژلې ده.
د پروان محلي مسوولان تاییدوي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله څلور کلنه لور وژلې ده.
پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.
په پروان ولایت لسګونه ځوانانو او مدني فعالانو نن له غرمې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان د پوخي لاس وهنې په اړه لاریون وکړ.
د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي دوستمحمد حقاني پرون په دغه ولایت کې د رسنیو او له خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال وویل، د اسلامي امارت د ژبو فرهنګي څانګه طالبانو ته ځانګړی ارزښت لري او رسنۍ دې له اسلامي شریعت سره سمې خپلې خپرونې له سره پیل کړي.
له ځینو ولایتونو څخه را رسېدلي راپورونه ښيي چې په بدخشان او پروان کې ځينې ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نه د دولت او نه هم د طالبانو په لاس کې وې.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی طلبالدین قادري سلاموطندار ته ويلي چې د دغه ولایت په واخان، زېباک، شکاشم او شغنان ولسوالیو کې هېڅ جګړه نه ده شوې او له هغه وړاندې چې طالبان دغو ولسوالیو ته ورشي، امنیتي ځواکونه ترې بهر شوي وو.
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په پروان کې یې د وارداتي برښنا د پایو الوځوونکو د ډلمشر په ګډون، څلور کسان نیولي دي.
دغه ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پروان کې عملیات کړي او هغه څلور کسان یې نیولي چې د وارداتي برښنا پایې به یې الوځولې.
د پروان د برښنا ریاست مسوولان وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي معاونیت د کابل په شمال کې د برښنا پایو د چپه کولو مخنیوي لپاره نوې طرحه برابره کړې ده.
د پروان د برښنا رییس روحالله ساجد سلاموطندار ته ویلي چې په یاده غونډه کې د پایو چپه کولو د مخنیوي په موخه پرېکړه شوې چې د هرې پایې لپاره به دوه دوه ساتونکي وګومارل شي.
یوشمېر جهادي مشران په هېواد کې د طالبانو له بریدونو زیاتېدو او د یوشمېر ولسوالیو له لاسه وتلو سره سم له طالبانو سره د مبارزې په موخه د خلکو د درېدو غوښتنه کړې او په تړاو یې په پروان کې له درې ورځو راهیسې پرلهپسې غونډې شوې دي.
د پروان ولایت په غوربند دره کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسلهوالو طالبانو له پراخو بریدونو وروسته، د دغې سیمې لسګونو اوسېدونکو وسله پورته کړې او د امنیتي ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره د لومړۍ کرښې پر لور روان شوي دي.
د پروان محلي چارواکي وايي، د غوربند نمکآب سیمه د محلي اردو او طالب وسلهوالو ترمنځ تر یوې شپې او ورځې نښتې وروسته د هوايي مرستې نه رسېدو له کبله د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د پروان ولایت محلي چارواکي د دغه ولایت په غوربند دره کې پر شینواري ولسوالي د وسلهوالو طالبانو له لوري د پراخو برېدونو خبر ورکوي. د پروان والي فضلالدین عیار سلاموطندار ته ویلي چې دغه بریدونه نن سهار وختي پیل شوي او تراوسه روان دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، یو ماین د پروان ولایت د مرکز چاریکارو ښار په رباط سیمه کې د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودلی چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
په پروان او زابل ولایتونو کې پر مسافر وړونکي موټرو د چاودنو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي او له۵۰ زیات ټپیان دي. د زابل د والي مرستیال عنایتالله هوتک سلاموطندار ته وایي، نن سهارمهال کلات ښار کې د کندهار-کابل پر لویه لار ۴۰۴ډوله مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ماین ښکار ګرځېدلی دی.
د پروان والي فضلالدین عیار نن د دغه ولایت په مرکز چاریکارو کې له مذهبي مشرانو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د ښځو په ګډه غونډه کې چې د سولې او ولسواکۍ لپاره د برابرۍ او د ژمنو ښځو ټولنیز بنسټ له لوري جوړه شوې وه، وویل چې د تېر حکومت پر مهال د ډالرو بورۍ راغلې، طالبان پیاوړي شول او امن سیمې په لوی لاس ناامنې شوې.
د پروان ولایتي شورا، مدني فعالانو او ځوانانو نن په یوه غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري د قومونو د نوملړ خپرولو پر وړاندې غبرګون وښود او هغه یې د خلکو د بېلوالي لامل وباله.
د ولسي جرګې غړي د ښوونيکو د معاشونو د يو شانولو له کبله د ارګ او د ملي امنيت شورا تر شديد فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیقاحمد عثماني په پروان کې د ښوونکيو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه.
عثماني وايي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکيو د معاشونو د يو شان والي له پرېکړې په شا شي او د ۱۴۰۰مالي کال بوديجه تصويب کړي، فشارونه وارد کړي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون