شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ درې سرتیري وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په میرلي سیمه کې د ځانمرګي برید له کبله درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د سلواغې ۲۳مه راپور ورکړی چې ځانمرګي بریدګر خپل زرنج موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له موټرو سره جنګولی چې له امله یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

ناپېژنده کسانو بامیان او پروان کې دوه ځوانان په مرموز ډول وژلي

د بامیان او پروان محلي مسوولان وايي چې دغو ولایتونو کې دوه کسان د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

د پروان د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو د څېړنې امر فیض‌الرحمن حامد نن چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د چاریکارو ښار اړوند «پُل بابا حاجي» سیمه کې ناپېژنده کسانو یو ځوان وژلی دی.

اسلامي امارت: کابل او ننګرهار کې مو لس داعشیان ووژل

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت ځواکونو کابل کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي دي. د نوموړي په وینا، دغه عملیات بېګاه ناوخته چهارشنبه د مرغومې څوارلسمه د کابل اتمې حوزې اړوند د قلعه‌چې او شهدای صالحین سیمو کې شوی دی.

بلخ کې چاودنه؛ اته کسان وژل شوي او لس ټپیان دي

بلخ کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې نن سهار شاوخوا ۷:۱۵ دقیقې د مزارشریف ښار اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

سرچینې ویلي، چاودنه د مزارشریف په سیداباد څلور لارې کې پر «۵۸۰» ډوله موټر د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده. خو مزارشریف کې د ابو علي سینا بلخي روغتون مسوولان وايي چې د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته اته جسدونه او لس ټپیان وروړل شوي دي.

د کابل په یوه جومات کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

د کابل امنیتي مسوولان وايي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه‌رواش سیمې په یوه جومات کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ نن چهارشنبه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

اسلامي امارت: هرات کې مو پنځه داعشیان ووژل

د هرات استخباراتو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست ځواکونو یاد ولایت کې د عملیاتو پر مهال پنځه داعشیان وژلي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات بېګاه شپه د لړم ۲۴مه د هرات ښار په «ملاباباجي» سیمه کې د داعش ډلې د غړیو پر یوه پټن‌ځای شوي دي.

کندوز کې د نښتې پای؛ اسلامي امارت: پنځه داعشیان مو ووژل

د کندوز محلي مسوولان وايي چې نن سهار امنیتي ځواکونو د کندوز ښار اړوند سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای برید کړی او پنځه داعشیان یې وژلي دي.

د کندوز د امنیې قومنداني ویاند عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته ویلي، د کشفي معلوماتو پربنسټ یې د داعش پر دغه پټنځای عملیات کړي او دې ډلې پورې اړوند پنځه کسان یې وژلي دي.