طالبانو د تخار بهارک ولسوالي په بشپړه توګه نیولې

په تخار ولایت کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو په بشپړه توګه د دغه ولایت بهارک ولسوالي نیولې ده. د سرچینې په وینا، د ملي امنیت، پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو ۷۵نظامیان له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. څو اوونۍ وړاندې په دغه ولسوالي کې مېشت امنیتي ځواکونو د مرستندویه ځواکونو غوښتنه کړې وه.

په یوه شپه او ورځ کې طالبانو ۵ ولسوالۍ نیولي

د طالبانو له لوري په هېواد کې د ولسوالیو د نیولو بهیر دوام لري او دې ډلې په وروستۍ یوه میاشت کې لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. دغې ډلې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالي، د تخار ولایت اشکمش او چاه آب ولسوالۍ، د بدخشان ارغنجخواه د غور ولایت تولک  او د کندوز خان اباد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

طالبانو په پکتیا کې ۲۰۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

د پکتيا ولایت اړوند د زرمت ولسوالي اوسېدونکو په مرکز ګردېز ښار کې د يوې ناستې پر مهال اندېښنه وښوده چې په دې ولسوالي کې د ناامنيو له زياتېدلو او د طالبانو د ګواښونو له کبله له ۲۰۰۰ زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوي او په دغه ولسوالي کې جګړې زور اخیستی چې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او او نه شي کولای چې د خوراکي توکو د رانیولو لپاره له کورونو څخه ووځي.

 د غور تولک ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

له څو اوونیو کلابندۍ وروسته وسله‌والو طالبانو د غور ولایت تولک ولسوالي ودانۍ نیولې او په دغه ولسوالي کې یې له کلابندو سرتېرو سره نښته روانه ده. په غور کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د دغې ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي او په وینا یې که چېرته دغه ولسوالي ته عاجله مرسته ور ونه رسېږي، هغه سرتیري چې د وسله‌والو طالبانو له لوري کلابند شوي، وبه وژل شي.

طالبانو د چاه‌اب ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي

د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه طالبانو د چاه اب ولسوالي پر مرکز پراخ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونه نن چهارشنبه د دغې ولسوالي له ودانۍ او امنیه قومنداني وتلي او د چاه اب نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

طالبانو د فاریاب په قیصار ولسوالي کې ۱۰۰ سرتیري نیولي

پرون مازدیګر د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېده، خو ۳۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې له سخت مقاومت وروسته بریالي شوي چې یوازیني پاتې کلي (کوهي) ته ځان ورسوي او له نورو سرتېرو سره یوځای شي. خو لږ ځنډ نه وو وتلی چې دغه کلی هم طالبانو ونیوو او د شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو له برخلیک څخه هېڅ خبر نه شته.

بغلان کې د شپږو ولسوالیو د سقوط ګواښ

نږدې یوه میاشت کېږي چې وسله‌والوطالبانو د بغلان ولایت اړوند د نهرین ولسوالي پر مرکز بریدونه پیل کړي چې یوازې د دغه ولسوالي او د پولیسو د قومندانۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او پاتې نورو سیمو باندې طالبانو ولکه خپله کړې ده.

د ناړۍ ولسوالي ښوونکي: پر وخت معاشونه نه راکول کېږي

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ښوونکو پرون د دغه ولسوالي په مرکز کې اعتراضیه ناسته کړې او له څو ورځو راهیسې یې په دغه ولسوالي کې د تدریسي بهیر هم درولی دی.

دوی وايي، له یوې خوا ورته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له بل پلوه معاشونو پسې مرکز اسداباد ته ورځي چې د لارې او ناسم امنیتي وضعیت له امله نه شي کولای پر وخت معاشونه ترلاسه کړي.

له طالبانو د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو هڅې

امنیتي چارواکي وایي، د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیول لپاره د دوی هڅې روانې دي او ډېر ژر به دغه ولسوالي له وسله‌والو طالبانو بېرته ونیسي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، له وسله‌والو طالبانو څخه د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالي د بېرته نیولو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات پیل شوي او ډېر ژر به دغه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

د لغمان دولت شاه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

یوې باوري حکومتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار د لغمان ولایت دولت‌شاه ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له‌ خوا نیول شوې ده. سرچنیه وایي چې دغه ولسوالي وروسته له هغې د طالبانو لاس ته ولوېده چې بېګاه شپه له دغه ولسوالي ټول امنیتي سرتېری ایستل شوي وو.

د پکتيا د شپږو ولسوالیو اوسېدونکي د بانک څانګې د جوړېدو غوښتنه کوي

په څمکنۍ ولسوالي کې د پکتیا ولایت د شپږو ولسواليو اوسېدونکو او په دغو ولسواليو کې مېشت امنیتي سرتېرو د خپلو معاشونو ترلاسه کولو او په بانکي راکړه ورکړه کې د اسانتیا په موخه په یاده ولسوالي کې د بانکي څانګې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

مرکزي بغلان ولسوالي کې نښتې؛ له ۱۰۰ ډېر سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي

یوه باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، بېګاه د مرکزي بغلان ولسوالي اړوند د ملي اردو څه باندې ۱۰۰ سرتېري له خپلو درنو او سپکو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د سرچینې په وینا، د دغو سرتېرو په تسلیمېدو سره د یادې ولسوالي ډېرې سیمې هم د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

بغلان کې دوه پوستې او بورکه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې

هغه سند چې سلام‌وطندار رادیو ترلاسه کړی ښيي چې د بُرکې ولسوالي سیمه‌ییز چارواکي د حکومت د نه پاملرنې له امله دا ولسوالي له جګړې پرته وسله‌والو طالبانو ته پرېیښې او په نهرین ولسوالي کې ځای پر ځای شوي دي.

د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني وايي چې طالب جنګیالیو تېره شپه د بُرکې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.