
لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله پنځه کسان وژل شوي
د لغمان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت په دولتشاه ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.

د لغمان محلي مسوولان وايي، دغه ولایت په دولتشاه ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره ډیورنډ کرښه کې د موټرو د تګراتګ او مسافرو پرمخ د دروازې د تړلکېدو له امله ګڼشمېر سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حسیبالله ګردېزي ویلي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې دغه لاره تړل شوې او دواړو لوریو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.

روزګان کې محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي چې پرون ناپېژنده وسلهوالو د دغه ولایت اړوند په دهراوود ولسوالي کې پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د پکتیا ولایت محلي چارواکي سلاموطندار ته وایي چې بېګاه په ډنډ پټان ولسوالي کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت د پولهساتو ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې ده. ځايي اوسېدونکي هم رامنځته شوې نښته تاييدوي او وايي چې دواړو خواوو څو ساعتونه پر يوه بل ډزې کولې.

په پکتیا ولایت کې د کار په بدل کې د غنمو د ورکړې پرواګرام له لارې د دغه ولایت له مرکز سربېره په ټولو ولسواليو کې ۲۴۰۰۰ بېوزله او وزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کونړ ولایت په دانګام ولسوالي کې د واورې ښويېدنې او توپان له امله ۲۰ کسان تر واورو لاندې شوي چې تراوسه یې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي دي.

د پکتیکا ولایت اړوند د اورګون ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو نن سهار د یادې ولسوالي په بازار کې پر خپلو هټیو او لاسي ګاډیو درې رنګه ملي بیرغ درولی و چې وروسته بیا د اسلامي امارت اړوند ځواکونو له لوري راښکته کړل شوي دي.

د کندوز ولایت د خاناباد ولسوالي د برښنا بند پروژې د بنسټ ډبره نږدې څلور لسیزې وړاندې د هغه مهال حکومت له لوري کېښودل شوه چې د رغېدو چارې هم روانې وې، خو د کورنیو جګړو له امله بیا دغه پروژه په ټپه ودرېده.

د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون رییس معراج وقار چې څه موده وړاندې ناپېژنده کسانو له غزني ښار څخه تښتولی و، پرون ماښام یې مړی د یاد ولایت دهیک ولسوالي کې موندل شوی دی.

د اسلامي امارت چارواکو د جوزجان ولایت د قوشتپې ولسوالي اوسېدونکي د زور له لارې د کډه کولو په تړاو خپاره شوي خبرونه رد کړي او هغه یې بېبنسټه بللي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د جوزجان ولایت اوسېدونکي په زوره د کډه کولو په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري.

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولان د یاد مکتب د پرانستې په مراسمو کې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره ځمکه ځانګړې کول او ښوونځي جوړول، د جوزجان ولایت د اوسېدونکو له «علم» سره د مینې او لوړ فرهنګ ښودنه کوي او دوی ورڅخه هرکلی کوي.

د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې پرون ماښام د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي. د یادې کورنۍ يو غړی نورجان چې د پکتيا حوزوي روغتون ته يې د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان راوړي وو، سلام وطندار ته وويل چې په دې پېښه کې يې د پلار په ګډون درې نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او د کورنۍ ۲ نور غړي یې ټپيان دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو چارو چارسبمالي او د ملي امنیت د عمومي ریاست نظامي مرستیال له راتګ وروسته، د هرات ولایت پوځي شورا دا پرېکړه وکړه چې د کرخ ولسوالي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي او امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

په تخار ولایت کې یوې سرچینې ویلي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د قومندانانو د اختلافاتو له کبله دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او دغه ځواکونه له هیڅ ډول ستونزې او د وسلهوالو طالبانو له ګواښ سره نه وو مخ.

له تېرې یوې نیمې اوونۍ راهیسې وسلهوالو طالبانو د کونړ په یوې لېرې غرنۍ ولسوالي، غازي اباد کې خوځښتونه زیات کړي چې د وضعیت د ترینګلتیا له امله تر اوسه سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. د دغې ولسوالي اوسېدونکي وايي، طالبانو غازي اباد ته ورغلې لارې په ډبرو سره تړلي او په ولسي خلکو یې د څښاک اوبه هم بندې کړي دي.

د ټول هېواد په کچه د امنیتي وضعیت د خرابېدو او یو پر بل پسې د ولسوالیو د سقوط په دوام، په تېرو۲۴ ساعتونو کې په تخار ولایت کې ۶ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. په تخار کې ځايي سرچینې سلاموطندار ته وايي، چال، هزارسموچ، ینګيقلعه، خواجه غار، دشتقلعه او نمکآب ولسوالۍ د دولت له کنټرول څخه وتلي او طالبانو نیولي دي.