په هرات ګمرک کې د پراخ فساد له امله د سوداګرو اعتراض

نن د هرات ولایت د ګمرکونو ریاست مخې ته د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د زعفران‌کارانو ټولنې، سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنو یو‌شمېر غړو په یوې خبري ناسته کې د هېواد په ګمرکونو په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد له امله، خپل اعتراض څرګند کړ.

حکومت د اسلام‌قلعه ګمرک د اورلګېدنې په پېښه کې زیانمنو شویو ته غرامت ورکوي

د هرات ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې د زیانمنو شویو موټرچلوونکو استازي بصیر ارین نن په دغه ولایت کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې له درې نیمو میاشتو عدالت غوښتنې وروسته په دې بریالي شوي چې دوه ورځې وړاندې له دولت سره هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې، دولت دا منلې چې زیانمنو شویو موټرچلوونکو ته به د غرامت په توګه ۸میلیونه ډالر ورکوي.

د هرات په هوايي دهلېز کې یوازې باد لګېږي

د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولانو درې کاله وړاندې په رسمي ډول د دغه ولایت هوايي دهلېز پرانېست او په لومړي ځل ترې هند ته صادرات پیل شول، خو اوس د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولان او یوشمېر سوداګر وايي، د دغه ولایت هوايي دهلېز یوازې په نوم پرانېستل شوی او د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې هېڅ ډول خدمات نه لري.

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ومړ

په هرات کې یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی تېره شپه په کابل کې مړ شوی دی. د سرچینې په وینا، ملا نیازی له هرات څخه کابل ته د درملنې لپاره راوړل شوی و.

ملا نیازی د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ماښام، د هرات د ګذرې ولسوالي اړوند په «میرداوود» سیمه کې له وسله‌والو کسانو سره په نښته کې ټپي شوی و. په دې نښته کې د ملا نیازي درې کسان هم وژل شوی دي. خو په هرات کې یوه امنیتي سرچینه وایي، ملا نیازی په هماغه شپه چې ټپي شوی و، مړ شوی؛ خو د طالبانو جلا شوې ډلې د نوموړي د مرګ خبر پټ ساتلی و.

هرات کې د ځانمرګي واسکټونو چاودنې ۲۰ طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وایي، د دغه ولایت د پښتون زرغون ولسوالي په یوه جومات کې د ځانمرګي واسکټونو جوړولو پر مهال چاودنې ۲۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وینا، دغو وسله‌والو نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د «ماراباد» کلي .

لوېديځ زون کې د جګړې قربانیان اوربند او سوله غواړي

د هېواد په لوېدیځ زون کې د جګړو یوشمېر هغه قربانیان چې په جګړو کې یې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، نن په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال د جګړو له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د کورنیو او میندو په خاطر دې له جګړې او وینې تویېدنې لاس واخلي او سوله دې وکړي.

له طالبانو د ملکیانو خوندیتوب ډلې غوښتنه؛ په روژه کې اوربند وکړئ

هرات چې مخکې د هېواد د امن ولایتونو له ډلې یو و، خو اوس د نورو په څېر د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی.
د هرات د ملکیانو خوندیتوب ډلې نن له یوشمېر مدني ټولنو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال په دغه ولایت کې د طالب ډلې د بریدونو زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د تېر کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۷۳ ملکیان یوازې په هرات کې وژل شوي دي.

هرات کې اورلګېدنه؛ د ګازو دوو شرکتونو ته یو میلیون ډالره زیان اوښتی

نن سهار د هرات ښار شمال لوري ته د کمرکلاغ سیمې د اوبلنو ګازو په شرکت کې د یوه ټانکر خالي کولو پر مهال اورلګېدنې شوې چې له کبله یې د ګازو دوو شرکتونو ته مالي زیان اوښتی دی.
هرات کې د ګازو واردوونکو اتحادیې رییس ظاهرشاه توخي وايي، په یاده اورلګېدنه کې د ګازو له ۱۵ تر ۲۰ خالي ټانکرونه، د دوو شرکتونو تاسیسات او د ګازو یوه زېرمه له منځه تللې ده.

هرات کې د لویو لارو تړل کېدل؛ د خوراکي توکو او تېلو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوي

له یوې اوونۍ راهیسې د هغو باروړونکو موټرو مالکانو چې د اسلام‌کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله سوځېدلي وو او تاوان یې نه ده ورکړل شوی، د هرات‌–‌اسلام‌کلا او هرات‌–‌تورغونډۍ لویې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلي او له خوراکي توکو او تېلو سلګونه ډک موټر په ګمرک او له پولې هغې غاړې ته ولاړ دي.