م.م: زلزله کې اغېزمنې شوې ۲۰زره افغان مېرمنې بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

 د ملګرو‌ملتونو د نفوسو صندوق ویلي، په خوست او پکتیکا کې شوې زلزلې د اومېندوارۍ په شرایطو برابرې نږدې ۲۰۰۰۰ مېرمنې او لږ تر لږه ۲۰۰۰ مېرمنې چې د اومېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې دي، سختې اغېزمنې کړې دي. د نفوسو صندوق اجرايي مدیرې ناتالیا کانم ویلي، د هغو کورنیو ترڅنګ ولاړ دي چې په وروستۍ زلزله کې زیانمن شوي دي.

روزګان؛ يوه کس ۶۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړې

اغا‌شيرين چې د ترينکوټ ښار په يوه مارکېټ کې په لاس د جوړو شویو غاړو او نورو بېلا‌بېلو توکو کاروبار کوي، وايي چې اوس ورسره په دې کار کې شاوخوا ۶۵۰ کونډې مېرمنې پر کار بوختې دي.

نوموړی وايي چې دغه بې‌سرپرسته مېرمنې ورسره په ورځنۍ مزدورۍ کار کوي او د غاړو او نورو ګنډونو په بدل کې پیسې ورکوي.

هرات کې د ښځینه سوداګرو کاروبار مخ په ځوړ روان دی

په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

جوزجان کې د واده پر مراسمو چاودنه؛ ناوې پکې وژل شوې

د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالي کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په دغه ولسوالي کې د واده پر مراسمو د لاسي بم چاودنې له امله، ناوې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه مېرمنې ټپي شوې دي. د اقچې ولسوال مولوي نعمت‌الله سلام‌‌وطندار ته وایي چې دغه پېښه پرون ماښام د دغې ولسوالي د «قصر عروس» په هوټل کې شوې ده.

بایډن: طالبان دې د افغان مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی ولري

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د ملګرو ملتونو سازمان ۷۶مې کلنۍ غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې افغان مېرمې او نجونې باید له ټولو حقونو برخمنې وي او اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نور برخو کې خپله بشپړه وړتیا وښیي.

اسټرالیا: د طالبانو له لوري د ملکیانو وژنه د اندېښنې وړ ده

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره ماریس پین وایي چې افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د تاوتریخوالي دوام، د ملکیانو زورول په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو شکنجه د اندېښنې وړ ده. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمدحنیف اتمر سره نن په یوې ټيلیفوني اړیکه کې کړې دي.

پکتیا کې د مېرمنو لپاره د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو غوښتنه

یو‌شمېر مېرمنې په پکتیا ولایت کې له حکومت څخه د دوی لپاره د سوداګریز مارکېټ د جوړېد غوښتنه کوي. دغه مېرمنې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله وړاندې ورسره ژمنه کړې چې ګردېز ښار کې به د دوی لپاره یو سوداګريز مارکيټ جوړوي، خو د درېو کلونو په تېرېدو سره دغه ځانګړی مارکيټ نه‌دی جوړ شوی.

په هلمند کې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې رسنیو خپل مسوولیت ادا کړی

یو‌شمېر هلمندۍ مېرمنې وایي چې د دغه ولایت رسنیو د کورونا ویرووس په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره ځانګړې خپرونې خپرې کړي او له دې وبا څخه د خونديتوب په برخه کې یې ورته اړینې لارښوونې رسولي او خپل مسوولیت یې ادا کړی دی.

د نامنظمې کډوالۍ پایله؛ هغه مېرمنې چې پر ژور خپګان او نشه‌یي توکو اخته شوي

د هېواد په لوېدیځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په وروستۍ برخه کې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي، اوسېږي چې له قانوني اسنادو پرته یې بهرنیو هېوادو ته د یوه ښه ژوند د درلودو لپاره هڅه کړې وه، خو د کډوالۍ پرمهال د ژور خفګان له امله اوس دوی پر نشي توګو اخته شوي دي.

ننګرهار کې پر مېرمنو د کورونا اغېزې

ننګرهار د سرحدي ولايتونو له ډلې یو هغه دی چې اوسېدونکي یې د کورونا ويروس له ګواښ سره لاس او ګرېوان وو. دغه ولایت ته له کوزې پښتونخوا څخه د مسافرو او کډوالو راتګ هغه څه و چي د کورونا ويروس د خپرېدو په اړه یې خلک اندېښمن کړي وو. اوس يوشمېر مېرمنې وایي، له یوې خوا یې کورونا د وجود مقاومت کمزوری کړی او بله‌خوا د بې‌کارۍ له کبله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د دوی په وینا، د نارینه‌وو ډېر وخت پر کور پاتې کېدل، د خاوند او مېرمنې ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شوي دي.

پکتيا کې مېرمنې ميراث غواړي

یوشمېر پکتیاوالې وايي چې په دغه ولايت کې ډېر لږ داسې کسان شته چې خپلو خويندو ته يې د ميراث حق ورکړی دی.
د دوی په وینا، مېرمنې د ميراث په ورکړې سره له اړمنتیا خلاصېږي او نورو ته بیا لاس نه نيسي.
په پکتیا کې د ښځو برخې فعاله انارګله وايي، که ښځو ته د ميراث حق ورکړل شي، په ټولنه کې تر ډېره د ښځو پر وړاندې شته بې‌عدالتۍ کمېدلای شي.

عبدالله: د سولې خبرو کې د ښځو پر حقونو هېڅ معامله نه‌کېږي

د ملي پخلاينې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله وايي، قطر کې د حکومت مرکه‌چي پلاوی به د مقابل لوري پر وړاندې د سولې مذاکراتو کې د مېرمنو حقونو څخه دفاع وکړي او وايي، د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو مسله افغان حکومت ته ارزښت لري او هېڅ ډول معامله به پرې ونه‌شي.

«د سولې خبرو کې دې د ښځو حقونو ته پاملرنه وشي»

د سوېل ختيځ د څلور ولايتونو پکتيا، لوګر، پکتيکا او خوست ښځو په ګردېز کې د سولې مذاکراتو اړوند يوه غونډه کې وويل چې د دويم پړاو خبرو کې بايد اوربند ته لومړيتوب ته ورکړل شي.

پکتيا کې د ښځو شبکې مشرې زرغونې همت او ښځينه فعالې زرمينې وويل چې د سولې په خبرو کې دې ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او هغو کورنيو ته برخه ورکړل شي چې په جګړه کې يې قرباني ورکړې ده.

تازه نظرپوښتنه: ۹۳سلنه خلک غواړي له سولې وروسته مېرمنې حکومت کې برخه واخلي

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع یا مجما مسوولان وايي، د دې بنسټ د څېړنې پربنسټ ۹۳سلنه هېوادوال غواړي له سولې وروسته حکومت کې  د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي.

د مجما د برنامو مسوول ایوب شهریار نن د «ټول شموله سولې، د ښځو غوښتنې او اندېښنې» په نامه یوې غونډه کې کابل کې وویل، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د دوی د یوې میاشتنۍ څېړنې پایله ښیي چې ۹۳ سلنه هېوادوال له سولې وروسته په حکومت کې د ښځو د حضور غوښتنه کوي.