![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/04/KAPISAAA-punl0l0fei41991acycl74ny6zwodnbjjdmuwufki0-300x195.jpg)
کاپیسا کې یوې ښځې ځان را ځړولی او وژلی
د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان وايي، یوې ښځې د دغه ولایت په مرکز کې ځان را ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان وايي، یوې ښځې د دغه ولایت په مرکز کې ځان را ځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، ټاکل شوې له دې وروسته د روغتیایي سکټور د پیاوړتیا، پر ځان بسیاینې او معیاري کېدو په موخه دولتي روغتونونو کې هم له ناروغانو څخه څهناڅه پیسې واخیستل شي. خو یوشمېر هېوادوال چې د ناروغۍ د درملنې پر مهال یې ټوله تکیه پر دولتي روغتونونو ده او د فیس ورکولو وسه نه لري، شکایت کوي چې که عامې روغتیا وزارت خپلې تازه پرېکړې عملي کړې، د دوی اقتصادي ستونزې به لا زیاتې کړي.
د هرات ښار یوشمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې هرات ښار کې ګڼشمېر ماشومان پر درنو کارونو او د «کباړ» پر راټولولو بوخت دي. یوشمېر دغه کارګر ماشومان بیا وايي، د اقتصادي ستونزو او بېوزلي له امله اړ دي چې درانه کارونه وکړي.
د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو کس د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
پېښه بېګاه شپه د دغه ولایت د تاله او برفک ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د افغان–جاپان روغتون مسوولان په هېواد کې پر کورونا ناروغي د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، د کورونا روانه اتمه څپه د تېرو هغو په پرتله ګواښوونکې ده او پرې د اخته کسانو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. د مسوولانو په خبره، په دې څپه کې له نیمايي ډېر هغه کسان هم پر کورونا اخته شوي چې مخکې پرې اخته وو.
په فاریاب کې سرچینې وايي چې ناپېژنده وسلهوالو د سهشنبې په ماښام د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو کس وژلی دی.
د بادغیس امنیتي مسوولان وايي، د هرات-میمنې پر لویه لاره د یوه لنډکروزر موټر د چپه کېدو پېښه کې د ماشومانو په ګډون، پنځه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. صدیقي زیاتوي، یاد موټر هغه مهال له سړک نه اوښتی او چپه شوی چې له هرات نه د فاریب خوا ته روان و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د رسنیو په چارو کې د بېلابېلو حکومتي ادارو د لاسوهنې مخنیوي لپاره له امنیتي ادارو، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر او بهرنیو چارو وزارتونو سره هوکړهلیکونه لاسلیکوي. د هغه په خبره، ا.ا هېواد کې د رسنیز فعالیت ملاتړ ته ژمن دی او دغه وزارت د رسنیزو چارو د تنظیم یوازینی ادرس دی.
د روزګان زیاتره سیمې چې پسرلي کې په طبیعي ډول زرغونېږي، د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د چکر مناسب ځایونه بلل کېږي.
خو د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې وچکالۍ د چکر او مېلو دغه طبیعي ځايونه په بشپړ ډول له منځه وړي دي. دوی غوښتنه کوي چې د چکر د یادو ځايونو د بیارغونې او زرغونتیا لپاره دې کوچني چېکډیمونه جوړ شي.
د غور د امنیې قومانداني د رسنیو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یو اووه کلن ماشوم د دغه ولایت په مرکز کې د اوبو یوې ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د خوست امنیتي مسوولان وايي چې نن د اختر په لومړۍ ورځ په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې یو کس مړ کړی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. نن د افغانستان په ګډون، په ډېری هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
پنجشېر چې د هندوکش غرونو په لوړو درو کې پروت ولایت دی، د تېر ژمي یخې هوا سلګونه څاروي لهمنځه وړي او مالدارانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
دغه ولایت چې د څارویو پالنې لپاره مناسبه هوا لري، د تېر ژمي یخې څپې او د واښو کمښت د دې ولایت په یوشمېر ډېرو سړو سیمو کې د مالدارانو څاروي لهمنځه وړي دي.
د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې پرون دوشنبه د وري ۲۸مه د یوې ښځې جسد موندل شوی دی. د یاد ولایت د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه ښځې په ډزو وژل شوې او جسد یې د ترینکوټ ښار اړوند د «پیروشي» نومې سیمه کې پیدا شوی دی.
د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن شنبه د وري ۲۶مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته وویل چې دغه شرکت به روان ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۸۲ پروژې پلې کړي.
په دغه خبري ناسته کې د ملي پراختیا شرکت چارواکو د تېر یوه کال لاستهراوړنې او د راتلونکي کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.
د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د غور امنیتي مسوولان وايي چې پرون د دغه ولایت د لعلاوسرجنګل ولسوالي په روغنقل سیمه کې د یوې حقوي او قومي شخړې په پایله کې د ښځو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون