نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۲۸۰ میلیونه ډالر ازاد کړل

د نړیوال بانک مرستندویو هېوادونو پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه به ۲۸۰ میلیونه ډالره په دغه هېواد کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دوو مرسته‌ کوونکو بنسټونو ته ورکړل شي. ازاد شوي ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د وجهي صندوق د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده او تر یوې میاشتې به افغانستان ته راورسېږي.

کړکېچ نړیواله ډله: لوږه او سړه هوا به یو میلیون افغانان مړه کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

زرګونه بې‌ځایه شوي هراتیان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست محمدرفیق نیرومند سلام‌وطندار ته ویلي، زرګونه هغه بې‌ځایه شوي چې له غور، فراه، بادغیس او نورو سوېل ختیځو ولایتونو څخه دغه ولایت ته ورغلي، په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

بامیانو کې ښځو د بې‌وزلۍ او زده‌کړو په اړه لاریون کړی

په کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او مدني حرکتونو پر دوام، نن په بامیانو کې یو‌شمېر ښځو د یوه اعتراضیه لاریون پر مهال ښځو ته په حکومت کې د ونډې ورکولو او په هېواد کې د بې‌وزلۍ د پراخېدو د مخنیوي او پوهنتونونو او  ښوونځيو د پرانیستلو غوښتنه وکړه .

نیمروز کې د مالوچو حاصلات د پام وړ کم شوي

نیمروز کې د مالوچو یو‌شمېر کروندګر او پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي چې سږ کال یې د وچکالۍ او د محلي مسوولانو د نه‌پام له امله خپلو کرنیزو ځمکو څخه ښه حاصل نه دې ترلاسه کړي.

د پروان ۱۰۰بستریز ملکي روغتون فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوي

پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.

المان ترکیې ته: د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره طالبانو سره همکاري وکړئ

دویچه‌وله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.

د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران: له هېواده د اېستلو هڅه مو نه ده شوې

یو‌شمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي. دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

چین د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت جوړېدو هرکلی کړی

چین په کابل کې د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت جوړېدو هرکلی کړی او د ۳۱ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې ژمنه یې کړې ده. طالبان د زمري میاشتې په څلېرویشتمه نېټه کابل ته راغلل او د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ یې د پنجشېر له نیولو وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.