سور صلیب: هڅه کوو د افغانستان د روغتیايي سېسټم د پاشلتیا مخه ونیسو

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د روغتیايي سیستم له پاشلتیا څخه د مخنیوي بشردوستانه هڅې بسنه نه کوي. په ورته مهال د سره صلیب کمېټې رییس ټينګار کړی چې دغه بنسټه هڅه کوي، څو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشلتیا مخه ونیسي.

ملګرو‌ملتونو افغانانو سره د مرستو لپاره د «لېږد تعامل چوکاټ» اعلان کړ

ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې په روان ۲۰۲۲کال کې د افغانانو لپاره د لېږد تعامل چوکاټ یا «TEF» د جوړېدو اعلان وکړ. دغه پراخه تګلاره به ملګرو ملتونو سازمان سره مرسته وکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان کولای شي، خپلې بنسټیزې انساني اړتیاوې برابرولی شي.

اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵میلیونه ډالر مرسته وکړه

د اسیا پراختیايي بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو د مالي مرستو کڅوړه تایید کړې ده. دغه مرستې به په هېواد کې د خوړو امنیت، د روغتیا او ښوونې بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ولګول شي.

امیرخان متقي په اوسلو کې له فرانسوي چارواکو سره لیدلي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا- پاسفیک څانګې له رییس برټر انډ لوتهوري او د سوېلي اسیا څانګې له رییس ډیمین سره د ناروې هېواد په اوسلو کې لیدلي دي.

اسلامي امارت د اوسلو غونډه له لاسته‌راوړنو ډکه بولي

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په تړاو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې د اسلامي امارت پلاوي هم په‌کې ګډون کړی دی.

په یاده ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، ښوونې او روزنې، بشري حقونو، روغتیا او د امریکا له لوري د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو خبرې اترې شوي دي.

اوچا: د افغانستان په لوېدیځ کې زلزلې ۱۰۰۰ کورونه زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې یا «اوچا» ویلي چې د دغه سازمان د لومړنیو موندنو پربنسټ، د افغانستان په لوېدیځ کې د تېرې اوونۍ زلزلې چې مرکز یې بادغیس ولایت و، شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته زیان رسېدلی او یا هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي. د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو‌شمېر هېوادونو استازیو د ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان زمونږ بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه د خپلې اوولسمې ناستې د جوړېدو په درشل کې ویلي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان له خپلو غړو او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې او د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې خپل پروګرامونه بسیج کړي.

بلخ کې ۴۵۰۰۰ ښځینه زده‌کوونکو باندې د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

په بلخ کې د خوړو نړیوال پروګرام له اووم تر دولسم ټولګي پورې ۴۵۷۹۰ ښځينه زده‌کوونکو باندې د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل کړ چې له هرې زده‌کوونکې سره به ۲۵۰۰ افغانۍ مرسته وشي. دغه بهیر د نومبر میاشتې له لومړیو پیل شوی وو او د زده‌کوونکو له سروې او بایومټریک وروسته یې د مرستو د وېش بهیر پیل شوی دی.

بریټانیا له افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه مرسته کوي

 د بریټانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغانستان سره ۷۵ میلیون پونډ چې ۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي. د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس د جي۷ هېوادونو غونډې ته په خپلې وینا کې ویلي چې د «بېړنیو مرستو» دغه کڅوړه د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو، روغتيايي خدمتونو، سرپناه او اوبو د برابرولو لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

نیمروز کې د لاسي صنایعو د کارخونو تړل‌کېدو سره ګڼ‌شمېر ښځې وزګاره شوي

عایشه دُرانۍ نیمرزو کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.