لوګر کې سېلاب ځپلۍ کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
د لوګر خوښۍ ولسوالي د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي چې کورونه یې په بشپړه توګه لهمنځه تللي او بېړنیو خوراکي توکو او سرپناه ته اړتیا لري.
لوګر کې سېلاب ځپلیو کورنیو ته د هستوګنې کمپ جوړ شو
د لوګر محلي مسوولان وايي چې د خوښۍ ولسوالي سېلاب ځپلیو کورنیو ته د هستوګنې کمپ جوړ شوی او په دغه کمپ کې سلګونه سېلاب ځپلې کورنۍ ځای پرځای شوي دي.
لوګر کې سږکال د زردالو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال محمد رفېع ابراهیمي سلاموطندار ته ویلي چې سږکال دغه ولایت کې د زردالو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
لوګر کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۰ کسانو ته لوړ شوی
د لوګر په مرکز پلعلم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د پرون ورځې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې تر دا مهاله د ۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
لوګر کې سېلابونه؛ تراوسه د ۱۲ کسانو جسدونه موندل شوي او ۶۰۰ کورونه نړېدلي
د لوګر د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د پرونيو اورښت له امله د یاد ولایت په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، خوښي ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو کورنیو د ژغورنې هڅې پيل شوي او لسګونه کورنې یې خوندي ځایونونو ته لېږدولي دي.
لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي
د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون مازدیګر د «برهکي برک» ولسوالي په «نواباد» کلي کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
لوګر کې سېلابونه؛ درې ښځې مړې شوي
د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې ښځې مړې شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ولایت د والي ویاند عمر منصور سلاموطندار ته ویلي، د شویو اورښتونو له کبله په مرکز پلعلم، برهکي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي. د عمر منصور په وینا، په څرخ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له کبله درې ښځې مړې شوې دي.
لوګر کې د بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پرمهال درې کسان وژل شوي
د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي، ناپېژنده وسلهوالو د مرکز پلعلم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.
د لوګر خروار ولسوالي کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول
د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت خروار ولسوالي د لومړي ځل لپاره د دوو مخابراتي شبکو د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغله. عابد زیاته کړه چې په دغه ولسوالي کې په مخکیني جمهوري نظام کې هېڅ مخابراتي شبکې فعالیت نه درلود او خلک له پراخو ستونزو سره مخ وو.
لوګر کې د وچکالۍ له امله د څښاک اوبو څاهګانې وچې شوي
لوګر کې د کرنیزو فصلونو خړوبولو لپاره د ژورو څاهګانو کېندلو او وچکالۍ له امله د مرکز پُلعلم او ولسوالیو ډېری سیمو کې د څښاک اوبو څاهګانې وچې شوي چې خلک یې ستونزو سره مخ کړي دي.
لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په برهکي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.
لوګر کې د جنايي پېښو له ډېروالي د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې
د لوګر یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې په دې وروستیو کې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې او هره اوونۍ دغه ولایت کې ګڼې جنايي پېښې ثبتېږي.
لوګر لوبډلې د «ازادۍ او امنیت» په نوم د بایسکل ځغلونې سیالیو اتلولي وګټله
د لوګر ولایت په کوربهتوب د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، پنجشېر او لوګر ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ د لوګر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
لوګر کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه
د لوګر د سنځل ګل دودیزه کلنۍ مشاعره دا ځل د ګڼشمېر شاعرانو، لیکوالانو او د فرهنګ مینهوالو په ګډون په امن او خوندي فضا کې جوړه شوه.
د لوګر په یوه کان کې چاودنې یو کس وژلی او دوه یې ټپیان کړي
د لوګر ولایت محلي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په مغلخېلو کلي کې د تیږو په یوه کان کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
لوګر کې د ځمکې پر سر شخړه؛ دوه تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي
په لوګر کې سیمهییزې سرچینې وایي چې نن د مرکز پلعلم اړوند د بابوس سیمې دوه تنه اوسېدوونکي د ځمکې پر سر شخړه کړې ده.