
لوګر کې د کورونا لسګونه ناروغان پر رواني ستونزو اخته شوي
د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې لسګونه یې پر رواني ستونزو اخته شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو دغه شمېره مخ پر لوړېدو ده.

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې لسګونه یې پر رواني ستونزو اخته شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو دغه شمېره مخ پر لوړېدو ده.

د اریانا نیوز د خبرونو ویانده مینا خیري چې د پنجشنبې ورځ د کابل ښار په پلسخته سیمه کې پر یوه ټونس ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه کې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه، نن خاورو ته وسپارل شوه.

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق چې نن د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال سالم ایزدیار زوې محمد عالم ایزدیار د وژل کیدو په څلورم تلین یې کې یې خبرې کولې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو د ېروالي په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې د دغو بریدونو اصلي قربانیان ملکي کسان دي.

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی محمد نادر وایي، په هېواد کې د ناخوالو او د یوه ښه ژوند د برابرولو لپاره یې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړ، خو له سختو او لوړو ژورو وروسته چې کله ترکیې هېواد ته ورسېد، د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. هغه وایي، پولیسو دی ۴۰ورځې په زندان کې وساته او ډېر بد چلن یې ورسره کاوه.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یوشمېر وکیلانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو او تاوتریخوالي د ډېروالي له امله اندېښنه وښوده او وې وویل چې د وسلهوالو طالبانو بریدونه د ولسوالیو او د ولایتونو تر مرکزونو رارسېدلي دي.

د هېواد په لوېدیځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په وروستۍ برخه کې ګڼشمېر هغه کسان چې له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي، اوسېږي چې له قانوني اسنادو پرته یې بهرنیو هېوادو ته د یوه ښه ژوند د درلودو لپاره هڅه کړې وه، خو د کډوالۍ پرمهال د ژور خفګان له امله اوس دوی پر نشي توګو اخته شوي دي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سید الشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زدهکوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شولې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي چې تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار دیارلسمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي خونړی برید وه شو چې د ورکړل شویو رسمي شمېرو له مخې، په دغه برید کې څه باندې ۸۰ کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول. له دغه بریدو وروسته د بشري حقونوخپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په افغانستان کې هزاره وګړي له نسل وژنې سره مخ دي او حکومت اړ دی، څو د نړیوالو قوانینو او حقونو پر بنسټ له دغه وګړو څخه ساتنه وکړي.

تېره دوشنبه محمدداوود لغماني د فاریاب ولایت د پوځ په لومړۍ لوا کې د دغه ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو چې ورسره د فاریاب ولایت اوسېدونکو د اعتراض په توګه یې د ولایت مقام دروازه وتړله او د اعتراض خېمه یې ووهله. فاریاب ته د نوي والي د ټاکل کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو دوام د ولسي جرګې د یوشمېر غړو اندېښنې هم راپارولي دي.

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، په دغه ولايت کې هدفي وژنې په بېسارې توګه ډېرې شوي او یوازې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

پرون مازدیګر د کابل ولایت د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، د درې پرلهپسې چاودنو په ترڅ کې له ۵۰ ډېرکسان ووژل شول او څه باندې۱۰۰کسان ټپیان شول. دغه چاودنې هغه مهال شوي چې د سید الشهدا په نوم ښوونځي څخه زدهکوونکې د راوتو په حال کې وو چې د پېښې ډېری قربانیان هم زده کوونکې دي.

ګڼشمېر افغانانو د تېرو نږدې څلورو لسیزو ناامنیو او د ارام او خوندي ژوند تېرولو لپاره هېواد خوشې کړی او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
سره له دې چې دغه افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر لاره بېشمېره ستونزې او سختۍ تجربه کوي، خو د موخې هېواد ته له رسېدو او هلته له اوسېدو وروسته هم د بېشمېره ستونزو له امله له ناهیلۍ ډک ژوند تېروي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي خبرداری ورکوي، که د سولې روانې خبرې پایلې ته ونه رسېږي، افغانستان به له تورې او ناڅرګندې راتلونکي سره مخ شي. هغه له کوچني اختر وروسته د استانبول ناستې د جوړېدو په اړه شکمن دی او وایي، تر اوسه روښانه نه ده چې طالب ډله په دې ناسته کې ګډون کوي، که نه.
د سعادتي په وینا، تلپاتې سولې او ټیکاتو ته د رسېدو لپاره د ټاکنو او قدرت ترلاسه کول اړین دي او له دې پرته سوله مانا نه لري.

د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار او د کابل- لوګر لویې لارې موټرچلوونکي او مسافر وایي، د تېرو دوو اوونیو راهیسې په پلعلم ښار او یوشمېر ولسوالیو کې هدفي وژنې او وسلهوالې غلاوې ډېرې شوې دي.
د مرکز پلعلم ښار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د نوي کال له پیل سره سم په دغه ښار او یوشمېر لویو لارو کې هدفي وژنې او ناامنۍ وروستۍ کچې ته رسېدلې دي.
دوی زیاتوي، یوازې په تېره اوونۍ کې د درې ملکيانو په ګډون، پنځه کسان په پلعلم ښار کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.

شاوخوا درې سوه ځوانانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کرېکټ لوبغاړو او د مدني ټولنو استازو سره یوځای د کرېکټ بورډ ادارې پر وړاندې لاريون وکړ.
لاريونوالو د کرېکټ بورډ مسوولان په خپلو دندو کې پر ناغېړۍ او توپيري چلن تورن کړل او په دغه ولایت کې یې د کرېکټ د معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

چارواکي د هر نوي ښوونیز کال د پرانېستې پر مهال د ښوونې او روزنې پر وړاندې د ستونزو د حل ژمنې کوي، خو لا هم د ټول هېواد په کچه زدهکوونکي د ښوونځیو، کتابونو او ښوونکو له کمښت او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د پکتيا، خوست او پکتيکا د پوهنې ریاستونو مسوولان وايي، د سوېل ختيځ زون په دغو درېوو ولايتونو کې د ۷ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دي.