ولسي جرګه طالبانو ته: اوربند وکړئ او د سولې مېز ته حاضر شئ

د ولسي جرګې غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې په روښانه ډول شریکې کړي. دوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د طالب ډلې یوه غوښتنه هم عملي کېږي. د ولسي جرګې غړیو پر طالبانو غږ وکړ چې له شته فرصت نه ګټه واخلي او له افغانانو او افغان دولت سره یوځای شي.

یوازې تېره اوونۍ په څلورو ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، چې یوازې تېره اوونۍ د هېواد په څلور ولایتونو کې ۳۹ ملکیان وژل شوي دي.
د دغه کمېسیون د رسنیو برخې مسوول ذبېح‌الله فرهنګ وايي، یاد ملکیان په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د چسپکي او سړک غاړې ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

په مهمو مسایلو کې افغان ترکانو ته ونډه نه ده ورکړل شوې

یوشمېر ترکان د افغان ترکانو د پیوستون ورځې سره هم‌مهاله وايي چې د دغه قوم پر وړاندې بې‌عدالتي کېږي او د ژوند له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي. د دوی په وینا، افغان ترکان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دولت یې هم په اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

له طالبانو د ملکیانو خوندیتوب ډلې غوښتنه؛ په روژه کې اوربند وکړئ

هرات چې مخکې د هېواد د امن ولایتونو له ډلې یو و، خو اوس د نورو په څېر د طالبانو د سختو بریدونو شاهد دی.
د هرات د ملکیانو خوندیتوب ډلې نن له یوشمېر مدني ټولنو سره د ګډې خبري غونډې پر مهال په دغه ولایت کې د طالب ډلې د بریدونو زیاتوالي او ملکیانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د تېر کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۷۳ ملکیان یوازې په هرات کې وژل شوي دي.

پکتیا کې هدفي وژنې؛ یوه میاشت کې ۱۶ کسان ترور شوي

که څه هم له څه مودې راهیسې په پکتیا کې ستر بريدونه نه دي شوي، خو داسې ښکاري چې وسله‌والو د جګړې لوری بدل کړی او تر ډېره د هدفي وژنو په اړه خبرونه ورکول کېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمدالرحمان قادري وایي، د هوا په تودېدو سره په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۶ قومي مخور، څارنوالان او امنیتي کسان وژل شوي دي.

پکتيا کې مېرمنې ميراث غواړي

یوشمېر پکتیاوالې وايي چې په دغه ولايت کې ډېر لږ داسې کسان شته چې خپلو خويندو ته يې د ميراث حق ورکړی دی.
د دوی په وینا، مېرمنې د ميراث په ورکړې سره له اړمنتیا خلاصېږي او نورو ته بیا لاس نه نيسي.
په پکتیا کې د ښځو برخې فعاله انارګله وايي، که ښځو ته د ميراث حق ورکړل شي، په ټولنه کې تر ډېره د ښځو پر وړاندې شته بې‌عدالتۍ کمېدلای شي.

«د سولې خبرو کې د اساسي قانون ارزښتونه د معاملې وړ نه دي»

د کابل والي محمدیعقوب حیدري وايي، د سولې خبرو کې دې پر هغو ارزښتونو معامله نه کېږي چې د لویې جرګې له لوري تصویب شوي دي.
نوموړي نن په غازي سټډیوم کې «د سولې په اړه د کابلیانو غږ» په نوم جوړه شوې غونډه کې چې زرګونه کسانو په‌کې ګډون کړی و، وویل چې سوله د افغانانو بنسټیزه غوښتنه ده، خو باید د خلکو او هېواد ګټې په‌کې خوندي شي.

هرات کې د باروړونکو موټرو د مالکانو اعتراض دویمې ورځې ته وغځېد

د هغو باروړونکو موټرو مالکان چې د هرات د اسلام‌کلا ګمرک په اورلګېدنه کې یې موټر سوځېدلي، د حکومت له لوري ورته د رسېدلي زیان پر نه جبران نیوکې کوي او وايي، سره له دې چې له اورلګېدنې ۵۰ ورځې او هرات ته د حکومت را لیږل شوي پلاوي د راپور له پای ته رسېدو یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه د باروړونکو موټرو مالکانو ته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.

ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد لامل ګرځي

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه وکړه. د دې جرګې یوشمېر غړيو د هغو نوماندوزیرانو د کار دوام د اساسي قانون خلاف وباله چې د وکیلانو د باور رایه یې نه ده اخیستې. د دوی په وینا، سره له دې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې ژر به نوي نوماندوزیران ور وپېژني، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره سره یې بیا هم دغه کار نه دی کړی.

پکتیا کې د افغان سیکانو او هندوانو ځمکې نیول شوي

د پکتيا په مرکز ګردېز کې اوس د افغان سيکانو له ډلې يوازې یوه کورنۍ ژوند کوي. هندوان او سیکان وايي، په ګردېز کې يې ځينې ځمکې نیول شوي او يا یې د کورنيو له زياتېدو سره شته ځمکې ورته بسنه نه کوي. دوی له دولت څخه غواړي چې یاده ستونزه حل کړي.
جګمون سنګ بشردوست چې يوناني درملتون لري، په پکتیا کې د خلکو له چلن څخه خوښ دی او له مسوولانو غواړي چې د کاروبار پراخېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د لویو لارو خرابوالي له کبله د بدخشانیانو ستونزې

د بدخشان د یوشمېر لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د لویو لارو نه موجودیت په اړه شکایت کوي. د بدخشان ښار په ګډون، د اتو ولسوالیو اوسېدونکي تل په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دې وروستیو کې یوشمېر ټرافيکي پېښو هم ترې قربانۍ اخیستې دي. دوی د بدخشان پر چارواکو تور لګوي چې د ستونزو د حل په برخه کې یې بې‌غوري کوي.

بدخشانۍ ښځې د سپورټ ځانګړی کلپ غواړي

د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار یوشمېر نجونې وایي، په دغه ولایت کې د دوی لپاره د سپورټ اسانتیاوې نشته او له سپورټ نه بې‌برخې دي. د دوی په وینا، دولت باید د ښځینه‌وو لپاره د سپورټ ځانګړي کلپونه جوړ کړي، څو د خپلې سلامتیا لپاره سپورټ وکړي.
د بدخشان یوه اوسېدونکې فرېبا وايي، په یاد ولایت کې د نارینه‌وو لپاره د سپورټ کلپونه او لوبغالي شته، خو د نجونو لپاره په دې برخه کې هېڅ پام نه دی شوی او د دغه ولایت د سپورټ ادارې هم کوم کار نه دی کړی.

بغلان کې د وسله‌والو غلاوو پر وړاندې د صرافانو اعتراض

د بغلان یوشمېر صرافانو نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ناامنیو او وسله‌والو غلاوو د ډېروالي پر وړاندې لاریون وکړ.
دغه لاریون له هغه وروسته کېږي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو غلو پرون هغه مهال یو صراف ټپي او نږدې څلورنیم میلیونه افغانۍ یې ترې یووړې چې غوښتل یې بانک ته یې یوسي.

کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي لاریون پیل شو

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوشمېر پلویانو نن په کابل کې لاریون پیل کړ.
ګلبدین حکمتیار پرون په یوه خبري غونډه کې د دغه لاریون خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې حکومت ته یې لس ورځې وخت ورکړی، څو غوښتنې یې ومني.
د هغه په خبره، له حکومتي چارواکو یې غوښتي چې استعفاوې وکړي، څو داسې حکومت جوړ شي چې د خلکو د اصلي غوښتنو او سیاسي ګوندونو پر غوښتنه ولاړ وي.