
غور کې معلولان: ا.ا دې د کار کولو زمینه راته برابره کړي
په غور کې یوشمېر معلولان وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کلونه کېږي چې حکومتي مسوولانو یې وړتیا ته پام نه دی کړی او په هېڅ دولتي اداره کې یې پر دندو نه دي ګومارلي.

په غور کې یوشمېر معلولان وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کلونه کېږي چې حکومتي مسوولانو یې وړتیا ته پام نه دی کړی او په هېڅ دولتي اداره کې یې پر دندو نه دي ګومارلي.

نن په کابل کې یوشمېر دیني عالمانو او مدني فعالانو د یوې کډې خبري ناستې پرمهال له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې ښځو ته باید د علماو په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو هېوادونو له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ازادیو او اساسي حقونو د محدودیت له لګولو لاس واخلي. همداراز د امنیت شورا غړیو هېوادونو د افغانستان ناامنه وضعیت او سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي ننګونو او پر خلکو یې د اغېز په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوه موریتانیايي کس چې له محاکمې پرته په ګوانتانامو کې ۱۴ کاله بندي و، ادعا کړې چې کاناډا د هغه په نیولو کې لاس درلود او له دغه هېواد څخه یې شکایت کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي له کوم ځنډ پرته بېرته پرانیزي. د دغې وزارت ویاند نیډ پرایس په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، په دغه هېواد کې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.

د افغانستان د عدالت او توسعې ګوند له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د خپل بهرني سیاست تګلاره دې بدله کړي.

ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او وهل ټکولو په اړه د غبرګونونو په لړ کې نن کابل کې یوشمېر کسانو د ایران پر ضد لاریون وکړ.
دغه لاریون چې د افغانستان د مدني ټولنو او د ولسي انسجام شورا له لوري جوړ شوی و، په کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه وشوه چې ایران کې له افغان کډوالو سره د روان ظلم پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

د بېپولې خبریالانو سازمان افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو میلتونو له ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي.

د افغان خبریالانو د خوندېتوب کمېټې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې په غور کې د یادې کمېټې ولایتي همکار غلام رباني هدفمند ژر تر ژره خوشې کړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه اقدام د بشر حقونو نقض دی چې ټول هېواد ترې زیان ویني.
د ملګرو ملتونو سرمنشي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ، ماشومانو له لوږې او ټولنه له بېوزلۍ ژغورلی شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې نوي افغان حکومت څخه ملاتړ وکړي. هغه وویل، افغان حکومت ژمن دی چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووایي او هڅه کوی سیاسي جوړښت لا ټولګډونه شي.

کندهار کې نجونې زدهکوونکې وایي، د زدهکړو اجازه دې ورکړل شي او نور باید د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې بندې پاتې نه شي. دوی د اسلامي امارت لهخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتېکېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي، نجونې د تعلیم حق لري او اړتیا ده چې زدهکړې وکړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له خبریالانو او رسنیو سره ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د کورنیو رسنیو پرمټ د یوشمېر نړیوالو رسنیو پر ټلوېزیوني نشراتو هم بندیز لګولی دی.

وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوشمېر بهرنیو رسنیو پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه، اوس د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، یاده پرېکړه یې له دې امله کړې چې دغو رسنیو د «هېواد افغاني او اسلامي فرهنګ» ته پام نه کاوه.

د غزني ولایت په بازارونو کې د جعلي ډالرو د بانک نوټونو ډېرېدو د دغه ولایت سوداګر، صرافان او هټۍوال اندېښمن کړي دي.

د مخکیني جمهوري نظام تر سقوط وروسته د روزګان مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بیارغونې لسګونه پروژې چې کارونه يې نيمګړي پاتې وه، له نامعلوم برخليک سره مخ دي.