بدخشان کې د ځمکې ښوویېدنه؛ څلور کلي وران او ۷۲۲ کورنۍ بېځایه شوي
د بدخشان د یاوان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې لاهم دغه ولسوالي کې د ځمکې ښوویېدنې پېښې رامنځته کېږي او خلک د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي.
د بدخشان د یاوان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې لاهم دغه ولسوالي کې د ځمکې ښوویېدنې پېښې رامنځته کېږي او خلک د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي.
پنجشېر چې د پلازمېنې په شمالختیځ کې پروت ولایت دی، اقلیم او اوبه یې د کبانو روزنې او پالنې لپاره خورا مناسبه ده.
د دې ولایت د کبانو روزونکي او فارملرونکي وايي، که ورته پاملرنه وشي، دا صنعت په یوې لویې اقتصادي سرچینې بدلېدلی شي.
په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د سلاموطندار د خبریال حسیب حساس ورور حکیم حساس وايي، د ا.ا استخباراتو تېره اوونۍ په کندوز کې د هغه ورور نیولی او تر اوسه لادرکه دی.
حکیم حساس وايي، ورور یې له خبریالۍ پرته بل هېڅ کار نه درلود. هغه غوښتنه کوي چې ژرترژره دې حسیب حساس خوشې شي؛ ځکه په خبره یې، د کورنۍ یواځینی سرپرست دی.
یوشمېر متقاعدینو نن سهشنبه د چنګاښ ۲۷مه کابل ښار کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له ملګروملتونو غوښتنه وکړه، څو پر سرپرست حکومت د دوی د تقاعد حقوقو د ورکړې له امله فشار راوړي.
بلخ کې یوشمېر معلولانو د یوې غونډې پر مهال له سویډن کمېتې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پرانیزي.
یاده غونډه چې پرون «شنبه چنګاښ ۲۴مه» د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، له حکومت وغوښتل چې افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو ځنډېدو پر پرېکړې بیاکتنه وکړي.
د عامي روغتيا وزارت مسوولان وايي چې د روان کال تر پایه به د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې په وړیا توګه د سترګو ۴۲۰۰ عملیاتونه وکړي.
د یاد وزارت د سترګو درملنې د امريت امر اغامحمد توتاخېل دغه څرګندونې روزګان ته د سترګو درملنې يوه متخصص ټيم سره د سفر پر مهال کړي دي.
د کډوالو نړیوالې ورځې سره هممهاله د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو له ځورونې او نیونې لاسه واخلي.
ملګري ملتونه د کډوالو وضعیت په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه هر کال د جون ۲۰مه د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.
د پاکستان د خېبر پښتونخوا ايالت اوسېدونکي وايي چې د تورخم له لارې له افغانستان څخه پاکستان ته د څارويو پر لېږد بنديز لګېدلی دی.
يوشمېر پاکستاني رسنيو نن يکشنبه د غبرګولي ۲۱مه راپور ورکړی چې د ګمرک چارواکو له څه مودې راهسې دغه هېواد ته له افغانستان څخه د لېږدېدونکو څارويو مخه نيولې او د لېږد اجازه نه ورکوي.
د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز بهسودو ولسوالي په «عليسنګ» سیمه کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.
له هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یوه تازه راپور کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمېدو خبر ورکړ، د اقتصاد وزارت د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې ملګري ملتونه او مرستندویه بنسټونه باید په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي د کابلـجلالاباد پر لویې لارې له وروستیو ټرافیکو پېښو وروسته غوښتنه کوي چې د دې لویې لارې دویم سړک دې جوړ شي.
د دوی په وینا، که څه هم له اوږدې مودې راهیسې د یاد سړک سروې بشپړه شوې، خو لا یې هم چارې ټکنۍ دي. د خلکو په خبره، هره ورځ پر دې لارې ټرافیکي مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې هر کال لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېني.
د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د برښنا نهشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی سلاموطندار وویل چې د ازبکستان وارداتي برښنا یوازې پلعلم ښار ته ورکړل شوې او د ټولو ولسوالیو اوسېدونکي برښنا څخه محروم دي.
د تخار ینګيقلعه کې یوې کورنۍ سلاموطندار ته د تصویرونو په استولو سره ویلي، ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په مرموز ډول وژل شوی دی.
دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «خدیجهالکبرا» په نوم د ښځو دویم ځانګړي مارکېټ کې هټۍوالې وايي چې کاروبار یې پیکه او پېرودونکي نهلري.
دغه مارکېټ چې ټولې هټۍوالې یې ښځې دي، د مزارشریف ښار څخه په واټن کې جوړ شوی دی. هټۍوالې شکایت کوي چې له ښار څخه د دغه بازار د لرېوالې له امله خرڅلاو نهلري او نه هم څوک د پېر لپاره ورځي.
بلخ چې د خټکیو کښت لپاره مناسب اقلیم، خاوره او اوبه لري، خو دغه ولایت کې کروندګر له مضرو حشراتو پوزې ته راغلې دي.
ویل کېږي، له وروستیو څلور کالونو راهیسې د دغه ولایت په شمالي سیمو کې دغه مضر حشرات پیدا شوي چې د کروندګرو کرنیزو فصلونو باندې حملې کوي او په ځانګړي ډول د خټکیو حاصلات له ۶۰ تر ۸۰سلنې لهمنځه وړي.
په پاکستان کې د روانو تاوتريخجنو اعتراضونو په لړ کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د غويي شلمه، د چهارشنبې ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې پر ښکېلو لوریو غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او د تفاهم لاره غوره کړي. د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د روان کړکېچن وضعیت په اړه خواشیني هم ښودلې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون