بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته: د تورخم دروازې تړل د ښه ګاونډيتوب خلاف کړنه ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له لوري د «تورخم دروازې» تړلکېدل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف کړنه ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له لوري د «تورخم دروازې» تړلکېدل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف کړنه ده.
یوشمېر نجونې زدهکوونکې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ښوونځیو بېرته پرانېستو ته سترګې پر لاره دي، وايي چې د بېوزلۍ او ژور خپګان له امله اړ شوي چې د سړک تر غاړې د توکو پلور ته مخه کړي.
دوی وايي، دې کار یې پر زدهکړو اغېز کړی او هغه څه یې چې ښوونځي کې زدهکړي وو، اوس یې له یاده وتلي دي.
کابل کې د یوشمېر مېلمستونونو مالکان وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی دی. دوی زیاتوي چې د بېوزلي له امله د دوی هوټلونو او مېلمستونونو ته د مسافرو ورتک په نشست حساب دی. په ورته وخت کې یوشمېر مسافر کابل ښار کې د هوټلونو او مېلمستونونو احتمالي فعالیت ځنډېدو څخه اندېښنه ښيي.
د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابوشعیب سلاموطندار ته ویلي چې دوی نن مازدیګر (سهشنبه، مرغومې ۲۰) د غور-کابل لویه لاره او د یاد ولایت هغه ټولې لارې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړلي چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې له لوري د سختو واورو د ورېدو اټکل پهکې شوی دی.
له هغه وروسته چې د تېرې یکشنبې په ورځ کندهار کې د سپینبولدکـچمن پر دروازې د یوه ناڅرګنده وسلهوال کس له لوري پر پاکستاني ملېشو برید کې یو پاکستانی ووژل شو او څو نور ټپیان شول، د دواړو لوریو ترمنځ وسلهواله نښته هم وشوه او یاده لاره وتړل شوه.
یوشمېر نجونو نن یکشنبه د لړم اتمه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړلکېدو په غبرګون کې اعتراض کړی.
دغه نجونې چې په یوه نامعلومه سرپټي ځای کې سره ټولې شوې وې، د ښوونځیو د تړلکېدو او د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د نجونو زدهکړیالانو د شړلو په غبرګون کې اعتراض کړی دی.
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو په اړه پلټنې پیل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو واک یوازې پوهنې وزارت سره دی او بل څوک یې د پرانستلکېدو امر نهشي ورکولای.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د اسلامي احکامو له مخې نه، بلکې دا کار د پاکستان په امر شوی دی. د ا.ا سرپرست حکومت تراوسه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
په پکتیا کې ولایت کې د «پکتیا غږ» په نوم د یوې محلي راډيو مسوولان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې خپل نشرات درولي دي. دغې راډیو له تېرو ۱۷ کالو څخه په دغه ولایت کې فعالیت کاوه.
هلمند کې چې د مخکیني جمهوري نظام پرمهال ګڼو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو فعالیت درلوده، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، یوشمیر دغه رسنۍ د مالي او محدودیتونو له امله اړ شوې چې خپل فعالیتونه ودروي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرست یان مککري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو نه پرانستل کېدل «ډېره ناهیلې کوونکې» بللې ده. نوموړي نن پر خپل ټویټرپاڼه د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د غور او بادغیس ولایتونو محلي چارواکي وايي چې د سړې هوا او مواصلاتي لارو د تړل کېدو له کبله په دې ولایتونو کې د پولیو واکسین څو پراوه کمپاینونه نه دي پلي شوي.
د اسلامي امارت له راتګ سره هممهاله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې مرستونونه تړل شوي چې ماشومانو یې درنو کارونو ته مخه کړې او له یوه نامعلوم برخلیک سره یې مخ کړي دي.
له تېرې شپې د واورو او سختو توپانونو له امله د سالنګونو په ګډون د بادغیس – هرات لویه لار او د غور، بامیان او دایکندي لویې لارې د مسافرو پر مخ تړل شوي دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې په هېواد کې د میوند خصوصي بانک سقوط کړی چې یادې چارې د ګڼشمېر هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. خو د اسلامي امارت او د افغانستان بانک چارواکي دا راپورونه ناسم بولي او وايي چې په هېواد ټول بانکونه فعال دي.
پروان کې ۱۰۰بستریز روغتون یوازینی ولایتي روغتون دی چې سل بستره لري او د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې به پکې هره میاشت ۱۱۰۰ ناروغان بسترېدل او تر ۱۰۰ ډېر د عملیاتو چارې به پکې ترسره کېدې چې اوس یې فعالیتونه ۸۵ سلنه راکم شوې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون