Asset 1SWN

د ښوونځي پر ور د پَل کېښودو هیله؛ زده‌کوونکې:‌ درسونه مو له یاده تللي

9e91fdd3-7059-4071-823f-4478bc94d2c6

یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د ښوونځیو بېرته پرانېستو ته سترګې پر لاره دي، وايي چې د بې‌وزلۍ او ژور خپګان له امله اړ شوي چې د سړک تر غاړې د توکو پلور ته مخه کړي.

دوی وايي، دې کار یې پر زده‌کړو اغېز کړی او هغه څه یې چې ښوونځي کې زده‌کړي وو، اوس یې له یاده وتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هدیه چې د کابل دشتي برچي سیمه کې د سړک تر غاړې تازه ترکاري پلوري، وايي، هیله یې لرله چې ډاکټره شي، خو په وینا یې، د ښوونځیو په تړل‌کېدو سره یې ټولې هیلې له خاورو سره خاورې شوې او  اوس یې یوازینۍ هیله خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کول دي.

هغې زیاته کړه چې خپل زده‌کړي درسونه یې له یاده وتلي او افسوس یې له دې امله دی چې نور د ښوونځي پر ور پل نشي کېښودلی.

نوموړې وویل: «له یوه کال راهیسې ترکاري پلورم، هیله مې لرله چې د قلم له لارې مور او پلار ته مې ډوډۍ پیدا کړم، زده‌کړې مې له هېره تللي، اوس افسوس کوم چې زده‌کړې نشم ویلی او له سهار تر ماښامه کار کوم.»

د هدیه مور هم سلام‌وطندار ته وايي چې دوه نجونې یې له زده‌کړو محرومې پاتې شوي او د خپلو اولادونو د نالوستو پاتې‌کېدو له امله خواشینې ده.

سعیده چې ټاکل شوې وه دوه کاله وړاندې اووم ټولګي کې خپلې زده‌کړې پیل کړي، خو د ښوونځیو په تړل‌کېدو سره یې دغه هیله نیمګړې پاتې شوه، وايي چې د رواني ستونزو او کورناستي له امله یې د کابل ښار په یوه څنډه کې د خوراکي توکو پلورنځی جوړ کړی.

هغې وویل: «د ښوونځیو په تړل‌کېدو ژور خپګان راته پیدا شوی. پلار مې راته هټۍ جوړه کړه، خلک خپل خبرې کوي، وايي دا کار له نجلۍ سره ښه نه ښکاري. زده‌کړې مې هم له یاده تللي او کتاب نشم لوستلی، خو موږ څه ګناه لرو چې ښوونځي مو تړلي.»

په همدې حال کې ثنا چې له زده‌کړو پاتې، وايي، دا چې د یوې نالوستې په توګه لاس او پېښې وهي او څه لاس ته نه ورځي، اړ ده چې د خیاطۍ په کارخونه کې کار وکړي.

هغې وویل: «زه له دې امله افسوس کوم چې ښوونځي ته نشم تللی. دوه کاله کېږي چې د ښوونځي دروازې تړل شوي چې څه وخت به پرانېستل شي. له سهار تر ماښامه کار کوم، افسوس کوم چې اوس مې د درس ویلو وخت دی، خو هیلې مې په اوبو لاهو شوې.»

نږدې دوه کاله کېږي چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي تړل شوي چې د بېرته پرانېستلو په اړه یې هیلې هم په مړو کېدو دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ګڼ‌شمېر نجونې زده‌کوونکې چې ښوونځي ته د نه تلو له امله پر ژور خپګان اخته شوي، درنو کارونو لکه غالۍ اوبدلو، د سړک تر غاړې د لاسي توکو پلور او د خیاطۍ کارخونو کې کار کولو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام