داعش ډلې د بلخ د والي د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست

داعش د بلخ د والي محمدداوود مزمل پر دفتر برید چې په‌کې نوموړی له دوو نورو کسانو سره یوځای ووژل شو، پر غاړه اخیستی دی. داعش پورې اړوند اعماق خبري اژانس ویلي، د بلخ د والي پر دفتر ځانمرګی برید دوی کړی دی. داعش ویلي، بریدګر عبدالحق الخراساني نومېده او په امنیتي پوستو کې له تلاشۍ وروسته یې ځان د والي دفتر ته رسولی و.

پېښور کې چاودنه؛ متقي پاکستان ته: د ملامتۍ ګوته موږ ته مه نیسئ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن کابل کې د یوې ناستې پر مهال وویل چې د پاکستان حکومت دې د پېښور برید په اړه څېړنه وکړي او د ملامتۍ ګوته دې افغانستان ته نه نیسي.

هغه پاکستان ته په خطاب ک ویلي: پاکستان دې په پېښور کې د وروستۍ چاودنې دقيقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نيسي.»

د بهرنیو چارو وزارت د پېښور په یوه جومات کې مرګونی برید غندلی

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې شوې چاودنې ته په غبرګون کې د دغه هېواد حکومت او د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او یاد برید یې غندلی دی. دغه برید پرون دوشنبه ۱:۴۰ بجې هغه مهال په یاد جومات کې رامنځته شوی چې خلک پر لمانځه ولاړ وو.

اسلامي امارت فلسطین کې د اسراییلو برید غندلی

د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین پر جنین ښار د اسراییلي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندلی دی. په دغه برید کې نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د سلواغې اوومه په یوې خبرپاڼه کې یاد برید غندلی او هغه یې وحشیانه عمل بللی دی.

داعش کابل کې د پروني برید مسوولیت پر غاړه واخیست

داعش ډلې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پروني ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. داعش ډلې پورې اړوند اعماق اژانس پرون چهارشنبه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوې چاودنه دوی کړې ده. داعش ډلې د یاد برید موخه د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو د لیدنې ګډوډول و

رانا ثنالله: پاکستان حق لري چې افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ پر پټن‌ځایونو برید وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله له «اکسپرېس ټي وي» سره د یوې مرکې پر مهال ویلي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ پاکستان حق لري، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ (پاکستاني طا لبانو) پټن‌ځایونه په نښه کړي. خو اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي،
افغانستان کې وسله‌والې ډلې نشتون نه‌لري او چا ته به ګواښ پېښ نه‌شي.

کرن ډېکر کابل کې پر یوه هوټل پرونی برید غندلی

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر څو شېبې مخکې پر ټویټر د کابل شهرنو کې پر یوه هوټل د داعش ډلې وسله‌وال برید غندلی دی.
هغې پر بهرنیانو برید او په منځ کې یې د بې‌ګناه افغانانو ايسارېدل، خورا سخت بللي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره هم غمرازي کړې او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هيله څرګنده کړې ده.

چین له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي

د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د دغه هېواد د وګړو پر استوګن‌ځای له پروني برید وروسته، له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي.
رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای برید؛ چین: پنځه وګړي مو ټپیان شوي

رویټرز خبري اژانس نن د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې د دغه هېواد پنځه وګړي ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبري غونډه کې ویلي چې دولت یې له اسلامي امارت څخه غواړي، څو د دغه برید په اړه هراړخیزې څېړنې وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

ایمرجنسي روغتون: د شهرنو له برید نه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان راوړل شوي

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي چې په شهرنو کې له ننني برید څخه ټول‌ټال ۲۱ کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې درېوو هغو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بله‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې پر ټویټر ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل شوی برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د ا.ا ویاند: د کابل شهرنو کې پر هوټل برید پای ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې اړوند پر یوه هوټل برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، یاد هوټل کې مېشت مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرنی وګړی په دغه برید کې نه‌دی وژل شوی.
هغه وايي، دوو بهرنیو وګړو د برید پر مهال یې له ودانۍ ځانونه راغورځولي، ټپيان شوي دي.

داعش کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) په یوې خبرپاڼه کې کابل د پاکستان پر سفارت د شوي برید مسوولیت منلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ډلې د پاکستان پر سفیر او ساتونکو یې وسله‌وال برید کړی دی. له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کابل کې یې سفیر عبیدالرحمان نظاماني له یوه وسله‌وال برید روغ وتلی دی.