د پوهنې وزارت سرپرست: امریکا افغانستان کې انلاین زدهکړې پیلوي
د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د امریکا د زدهکړو پراختیا پروګرام له رییس ران مک کامن سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا په افغانستان کې انلاین زدهکړې پیلوي.
پوهنې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا د زدهکړو پراختیا پروګرام په پام کې لري چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ماشومانو او ځوانانو ته انلاین زدهکړې پیلوي.