افغانستان کې د بشري حقونو د ناقضانو پر نه څار د امریکا نیوکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د نقض خبر ورکړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې افغان حکومت د چارواکو د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې اغېزناک او دوامداره څېړنې نه دي کړي.

طالبان: امریکا راته په افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدو نه دي ویلي

که څه هم د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د دوحې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې ته یوه میاشت پاتې ده، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې ځواکونه به یې له درې تر شپږ میاشتو پورې نور هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

د افغانستان قضیې په اړه د امریکا او نورو هېوادونو په همکاري د روسیې هڅې

په افغانستان کې د سولې راتلل او د دې لپاره روان مذاکرات تراوسه لا په خورا پېچلې حالت کې دي او د حکومت او طالبانو له لوري د سولې په برخه کې لا هم د یوه کوچني پرمختګ زېری خلکو ته نه دی ورکړل شوی. همدا څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته لیک ولېږه چې د سولې لپاره په کور دننه له یوشمېر سیاستوالو سره ګډ کار وکړي.

صالح: امرانه او له شرم او ننګه ډکه سوله د منلو نه ده

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا د را لېږل شوي لیک په اړه یې له امریکايي پلاوي سره مفصلې خبرې کړې دي.
صالح چې د محمدقسیم فهیم په تلین‌غونډه کې خبرې کولې وویل، امریکايي لوري ته یې ویلي چې له افغانانو د رایې ورکولو حق نه شي اخیستلی او که له طالب ډلې سره د ټاکنو په اړه هوکړې ته ورسېږي، نور مسایل په اسانۍ حل کېدای شي.

«دولت د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرحه ارزوي»

د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړی او ویاند نادر نادري وايي، افغان دولت د سولې انتقالي دولت طرحه ارزوي.
نوموړي چې نن په کابل کې د افغانستان د سټراټېژیکو څېړنو انسټېټيوټ کې خبرې کولې وویل، دا طرحه په افغانستان کې د جګړې د پای او د سولې راتلو لپاره یو وړاندیز دی.
د نادري په وینا، دولت اوس دا طرحه ارزوي او باید اغېزمنتیا یې په واقعي ډول وارزوي، څو روښانه شي چې له هېواد سره مرسته کوي، که یې یوه بل اوږدمهالي ناورین ته بیايي.

د دوحې هوکړې یو کال پوره شو؛ ګټه امریکا او طالبانو کړې

د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د لاسلیک شوې هوکړې وروسته د عامو افغانانو هیله دا وه چې په امنیتي وضیعت او نورو برخو کې به مثبت بدلونونه راشي، خو د خلکو د تمې خلاف ناامنیو او هدفي وژنو د خلکو پر ژوند او اقتصاد منفې اغېز کړی دی. د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې هم یوازې په چنې وهلو سره روانې دي او تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

شنونکي: د طالبانو د نظامي کمېسیون لارښوونه د امریکا په فشار شوې

د طالب ډلې نظامي کمېسیون تازه خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې په خپلسرې توګه بهرنیو جنګیالیو ته په خپلو لیکو کې له ځای ورکولو ډډه وکړي. په دغه لیک کې لیکل شوي، که چا سرغړونه وکړه، سزا به وویني.
خو نظامي او استخباراتي شنونکي باور لري چې د امریکا فشارونو په طالب ډله کې د بدلون راوستلو لامل شوي او په وینا یې، خپلو جنګیالیو ته یې وروستۍ لارښوونه هم د دغه هېواد د فشارونو له کبله کړې ده.

ملي امنیت شورا: د دوحې هوکړه د سولې لپاره ګټوره نه وه

د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د دوحې هوکړه د سولې راتلو په برخه کې ګټوره نه وه او په هېواد کې یې جګړه او وینه تویېدنه ونه دروله. دا هوکړه نږدې یو کال مخکې د امریکا او طالب ډلې ترمنځ لاسلیک شوه.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوحې هوکړې په لاسلیکولو کې له افغان حکومت سره لازمې مشورې نه دي شوي.

پنټاګون: له افغانستانه نامنظم او په بیړه نه وځو

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه.

مکېنزي: افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ رییس مکېنزي وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډېره لوړه ده.
نوموړي د منځي ختیځ د انسټېټیوټ په کوربه‌توب یوه انلاین غونډه کې ویلي، امریکا د پرمختګ لپاره د یوې لارې لټولو لپاره د طالبانو اقدامات او د دوحې هوکړه‌لیک ارزوي.

د کانګرېس راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو پروګرام وځنډوي

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.

د امریکا دفاع وزارت: طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې طالبانو له دغه هېواد سره د سولې هوکړه‌لیک کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په وینا یې، د امریکا نوی دولت به د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کېربي پرون په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي نه کولو او له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

له خنډ او ځنډ سره د سولې خبرو د مخامخ کېدو احتمال

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک د بیا ارزونې او له القاعده شبکې سره د طالب ډلې د اړیکو لرلو په اړه د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر تر څرګندونو وروسته، تازه د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي چې په افغانستان او عراق کې به د خپلو ځواکونو پر کمېدو او حضور بیاکتنه وکړي.

امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه‌لیک ارزوي

د امریکا نوی حکومت غواړي چې له وسله‌والو طالبانو سره د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د سولې شوی هوکړه‌لیک وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې امیلي هارون ویلي، د جو بایډن اداره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک ته د دې ډلې ژمنتیا او نه ژمنتیا وارزوي.

د کړکېچ نړیواله ډله: افغانستان د جو بایډن بهرني سیاست په لسو لومړیتوبونو کې نشته

د کړکېچ نړېوالی ډلې د افغانستان د چارو لوړپوړي څارونکي وایي چې ښایي د افغانستان مسله د امریکا د نوي حکومت لپاره مهمه نه وي .
د دې ډلې یوه لوړپوړي چارواکي انډي وارکنېس په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر له نږدې همکارانو او سلاکارانو سره یې خبرې کړي او په وینا یې، افغانستان به د بایډن ادارې د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې نه وي.