هلمند کې د فعالو رسنیو کارکوونکي له معاش پرته کار کوي
که څه هم په هلمند ولایت کې ګڼشمېر رسنیو خپلو فعالیتونه پرښيي، خو هغه چې فعالې دي، له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او کارکوونکي یې له معاش پرته کار کوي.
که څه هم په هلمند ولایت کې ګڼشمېر رسنیو خپلو فعالیتونه پرښيي، خو هغه چې فعالې دي، له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او کارکوونکي یې له معاش پرته کار کوي.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیحالله مجاهد وايي، د مالي ستونزو له امله تړل شویو او سقوط سره مخ رسنيو ته د بهرنيو مرستو د راجلبولو په هڅه کې دي. ذبیحالله مجاهد زیاته کړه چې نړیوالو ورسره د اقتصادي ستونزو په دلیل د سقوط شویو رسنیو د بیا فعالیت او تمویل په پار یو لړ ژمنې هم کړي دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو او د وروستیو سیاسي تحولاتو له امل د بېلابېلو برخو ترڅنګ پوهنیز نظام هم اغېرمن شوی دي. په کابل کې د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان وایي چې د دوی زدهکړیالان د پام وړ راکم شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا دې د افغانستان د روان ناورین د اصلي لامل په توګه خپلې تېروتنې ومني او پر افغانانو لګولي بندیزونه دې لرې کړي. د یاد وزارت ویاند وانګ ونبین نن په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي، امریکا په افغانستان کې د اوسني ناورین لامل دی او دغه هېواد باید پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو له لګولو لاس په سر شي.
عایشه دُرانۍ نیمرزو کې یوه له هغو ښځو څخه ده چې کلونه یې دغه ولایت کې د لاسي صنایعو د تولید په برخه کې کار کړی. نوموړې وايي، څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د سیاسي بدلونونو او د ښځو لاسي صنایعو څخه د نه ملاتړ له امله وزګاره او په کور شوې ده.
یوشمېر پوځي متقاعدین وايي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي او له اسلامي مارت څخه د خپلو حقوقو د ورکړې غوښتنه کوي. دوی زیاتوي چې تراوسه حکومت د دوی حقوق نه دي ورکړي او که چېرته یې حکومت تقاعد ورنه کړي، نه شي کولای خپل عادي ژوند مخته یوسي.
پکتیا کې یوشمېر معلولین وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی هغه غونډه کې چې افغان معلولینو ته د لاسرسي یا «AOAD» موسسې په همکارۍ جوړه شوې وه، له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو او موسسو وغوښتل چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې معاشونه ورکړي.
۱۵کلنه زینب په کابل کې د هغو ماشومانو له ډلې یوه ده چې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له سهاره تر ماښامه په دغه ښار کې د خلکو بوټان رنګوي. هغه له خپل کوچني ورور سره له دې امله دې کار ته اړ شوې چې د اسلامي امارت په راتلو سره یې معیوبه پلار خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس وزګاره شوی.
په هېواد کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، ګنشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نورو کسانو ترڅنګ په پکتیا کې د معلولینو او د هغو امنیتي سرتیرو کورنۍ چې د تېر نظام په ملاتړ یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه له لاسه ورکړي، له اقتصادي ستونزو څخه کړېږي.
د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په پکتیا کې هم ګڼشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته چې څه باندې دوه میاشتې کېږي، بلخ کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې بېبرخلیکه وضعیت، وېرې، اقتصادي ستونزو او خفګان سره مخ دي. دغه ښځې چې پخوا یې بېلابېلو رسنیو سره کار کوه، د طالبانو په راتګ سره اړ شوي چې په کور کښني.
په هرات کې د هرېوا په نوم د یوه خصوصي شرکت مسووله او سوداګره صفیه محیطي چې شپږ کاله وړاندې یې دغه خدماتي مرکز جوړ کړی، وایي چې په تېر کې یې کارونه ښه وو او لسګونه ښځې ورسره په کار بوختې وې. د مېرمن محیطي په وینا، د اسلامي امارت په راتلو سره یې پېرېدونکي له لاسه ورکړي او په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.
سهار وختي دوه بجې له کوره خوځېږي او د مازدیګر څلور بجې د بوټو له وري سره بېرته راګرځي. ګلاحمد الماس پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې خبریالي کوله چې په وینا یې، له بېلابېلو رسنیو سره یې د محلي خبریال په توګه کار کړی او اوس یې دنده له لاسه وتلې ده. ګلاحمد الماس د هغو لسګونو خبریالانو له ډلې یو هغه دی چې د خبریالۍ کار یې له لاسه ورکړی او اوس د غور په قطس سیمه کې د ژمي لپاره بوټي راټولوي.
نن په کابل کې د پوهنتون یوه استاد په هېواد کې د روان وضعیت له امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای په داسې حال کې د ښار واټونو ته راووت چې د اعتراض په توګه یې کفن اغوستی وو.
فضل احمد چې دا یې مستعار نوم دی، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی دی. هغه چې په ماشومتوب کې ایران ته د کار لپاره تللی وو، هلته په نشهيي توکو روږدی شوی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون