لغمان کې ټرافیکي پېښه؛ اووه کسان مړه او درې ټپیان شوي
د لغمان د والي ویاند سلامت خان بلال وايي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې پېښه نن سهار اته بجې د دې ولایت په دولتشاه ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې موټر کې سپاره کسان يوه ځايي روغتیايي کلینیک ته پر لاره وو.